لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دپوځ په کومه خبره اشرف غني افغان مشرانو سره مشورې پیل کړي؟


مینه پال وویل چې جمهوررئیس غني به د افغانستان پارلمان په ګډون د تولنې د قشرونو استازو سره هم په دې اړه سلامشورو ته دوام ورکړي
مینه پال وویل چې جمهوررئیس غني به د افغانستان پارلمان په ګډون د تولنې د قشرونو استازو سره هم په دې اړه سلامشورو ته دوام ورکړي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني له پخوانیو جهادي اود سیاسي ډلو له مشرانو سره د پاکستان د لوی درستیز د سفر په اړه د مشورتي ناستو لړۍ پیل کړې ده.

د ارګ څخه په یو خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د سه شنبې د ورځې له غرمې مخکې کابل ته د پاکستان د لوی درستیز د سفر په اړه د پخوانیو جهادي او سیاسي ډلو له مشرانو د مشورتي ناستو لړۍ پیل کړه.

دغه مشورتي ناسته چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې جمهور رئیس غني کابل ته د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د سفر د جزئیاتو په اړه معلومات ورکړل.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې جمهور رئیس غني د سویلي اسیا په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتیژۍ له اعلان وروسته د سیمې بدلون او برابرو شویو فرصتونو ته په اشارې وویل، د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو نوې ستراتیژي د سولې لپاره ګټوره ده.

دواخان مینه پال وویل جمهورئیس غني د دې ناستې برخه والو ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر باجوه د تیرې اونۍ د سفر او هغه په مشرۍ د پاکستاني پلاوي سره د خپلو شویو خبرو په اړه معلومات ورکړل.

دا چې پاکستان پوځ مشر افغان لوري ته کوم وړاندیز سپارلی چې اوس جمهوررئیس غني یې په اړه سلامشوري کوي په دې هکله ښاغلي مینه پال له افغان حکومت سره د پاکستان د لوی درستیز د خبرو جزئیات په ډاګه نه کړل، خو دومره یې وویل چې"د افغانستان جمهوررئیس له پاکستان څخه وغوښتل چې خپلې اندیښنې او غوښتنې په لیکلي بڼه افغانستان ته وسپاري ".

جمهوري ریاست د ویاند مرستیال وویل چې د افغانستان غوښتنې څرګندې دي او هغه د تروریستي ډلو د پناه ځایونو بندول، هغه وسله والې ډلې چې په افغانستان چاودنې او ځانمرګي بریدونه کوي د هغوی مخه ونیول شي او د دغو ډلو مشران افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي او په څلور اړخیزو غونډو کې چې د دغو ډلو په اړه د اقداماتو ترسره کولو غوښتنې شوې وې پرې عمل وشي.

ښاغلي مینه پال وویل چې جمهوررئیس غني به د افغانستان پارلمان په ګډون د تولنې د قشرونو له نورو استازو سره هم په دې اړه سلامشورو ته دوام ورکړي.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې ناستې برخه والو کابل ته د پاکستان د لوی درستیز د سفر هرکلی کړی او له پاکستان سره د مذاکراتو پیل یې مهم بللی دی.

پخوانیو جهادي او د سیاسي ډلو مشرانو ویلي، له پاکستان سره دې مذاکرات په دقیق ډول ترسره شي، تر څو افغانستان ستراتیژیکو موخو ته چې تلپاتې سوله ده ورسېږي. هغوی وویل، له پاکستان سره د بحث او مذاکراتو په اړه ملي اجماع موجوده ده، خو د احساساتو پرځای دې په دقت او تدبیر ګامونه پورته شي.

دا اعلامیه وایي د دغې ناستې ګډونوالو د مذاکراتو د دوام ترڅنګ په دې ټینګار کړی چې په دې اړه ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع باید نوره هم پیاوړې شي.

د ناستې ګډونوالو د افغانستان، سیمه ییزو او بین المللي مهمو مسایلو او سولې ترڅنګ د سویلي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د ستراتیژۍ له اعلان وروسته له رامنځته شویو فرصتونو څخه د ښې ګټه اخیستنې او راتلونکو ګامونو په اړه هم بحث او خبرې وکړې.

دغو مشرانو د خپلو مشورو او لیدلورو د شریکولو پرمهال له طالبانو وغوښتل چې د بین الافغاني مذاکراتو هرکلی وکړي او له دې لارې دې د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي

(دامریکا غږ اشنا څخه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG