لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځي ویاند وايي ترهګرې ډلې په هیواد کې ځالې نه لري


هغه وویل هند مخکې هم دشر قیمت ادا کړی اؤ بیا به یې هم ادا کوي
هغه وویل هند مخکې هم دشر قیمت ادا کړی اؤ بیا به یې هم ادا کوي

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور ادعا کړې پاکستان د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد پرته د کوم توپیره عملیات کړي اؤ دامهال پاکستان کې هیڅ یو ترهګر تنظم منظمې ځالې نشته.

د پوځ ویاند دغه خبره په داسې وخت کړې چې یوه وړځ وړاندې دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي ټیلرسن خپل پاکستاني سیال ښاغلي خواجه اصف ته په سپینو ټکو ویلي وؤ چې امریکا اوس هم په دې پوهیږي چې پاکستان دترهګرو ډلو دملاتړ نه لاس نه دي اخستي.

جنرال غفور وویلي پاکستان پخپله لویدیزه پوله نوې امنیتي پوستې جوړې کړي دي اؤ دپاکستاني طالبانو دتحریک اؤ داعش د ورانکارو ډلو دخوځښتونو له امله مجبوره دی چې په لویدیزه پوله خپل پوځ وساتي.

د افغانستان د زکر کولو په مهال د پوځ ویاند وویل چې افغانستان د تیرو څلور لسیزو راهسې د جنګونو په غیږه کې پروت دی اؤ ددغه هیواد نیمایي برخه د حکومت دواکمنۍ نه بهر ده چې دهغې منفي اغیزې په پاکستان کیږي.

خو افغان حکومت اؤ‌نړیواله ټولنه تور لګوي چې افغان طالبانو ته دپاکستان دپوځ مرسته ترلاسه ده اؤ هغوئ په افغانستان کې بریدونه دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي په مرسته کوي.

هغه وویل دا وخت دپاکستان دوؤ لکو نه زیات پوځیان په لویدیزه اؤ یو لک پوځ په ختیزه پوله پروت دی.

دپاکستان پوځي ویاند پخپل دغه مطبوعاتي کانفرنس کې دا هم وویل چې دهیواد دننه د ادارو ترمینځ سخت تاؤ تریخوالی نه شته.

په دغه مطبوعاتي کانفرنس کې دپاکستان پوځ خپل غلیم ګاونډي هیواد هند ته دړکه کړې ده چې پاکستان جنګ نه غواړي خو که جنګ پرې وتپل شو نو دغه جنګ ته به کوټلی جواب ورکړي.

دپاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور وویل “زمونږ پولې ایران اؤ افغانستان سره لګیدلي دي خو مونږ ته دایران اؤ افغانستان څخه هیڅ ګواښ نه شته ولې په پوله د موجودو غیر ریاستي عناصرو نه راته خطرې شته”

پوځي ویاند په دغه مطبوعاتي کانفرنس کې په نورو موضوعاتو دپوځ د دریځ څرګندولو ترڅنګ په ډیره ترخه لهجه هند ته سترګې برندولې اؤ وئ ویل “له بده مرغه دهند رویه ښه نه ده، مخکې هم هند د شر جوړولو قیمت ادا کړی دی اؤ که اوس یې هم دشر پیدا کولو نه ډډه ونکړه نو نور قیمت به هم ادا کړي”

هغه وویل د څلورو هیوادونو استخباراتي ادارې بلوچستان کې د وراني دپاره په لویه پیمانه کار کوي خو پوځ په ډاګه کوي چې کوم خلک دهیواد نه بهر دي اؤ‌ پاکستان پسې سپکې سپورې وایي یا یې دماتولو خبرې کوي پوځ به هغوئ نه پریږدي اؤ‌ زر به یې ونیسي.

خو پوځي‌ ویاند دهاغو هیوادونو نومونه وانه خستل چې دهغه په وینا بلوچستان کې ورانکاري کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG