لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ انتظامیې په سي پیک اعتراضونه راولاړ کړي دي


دصدر ټرمپ انتظامیې امریکایي کانګریس ته ویلي چې هغوئ هم په دې خبره باوري دي چې دچین اؤ پاکستان اقتصادي لاره ( سي پیک ) د لانجمنو سیمو څخه تیریږي.

له دې وړاندې هند دریځ خپل کړی ؤ چې دغه اقتصادي لاره دپاکستان د هاغو شمالي سیمو څخه تیریږي چې پاکستان یې د جمو وکشمیر برخه ګڼي.

څیړونکي وایي چې دامریکا ددفاع د وزیر ددغه بیان نه وروستو د امریکا اؤ پاکستان د وړاندې نه تاوژنې اړیکې نورې هم خرابیدلی شي.

د امریکې ددفاع وزیر جیمز میټس د سینیټ د وسله والو خدماتو کمیټې ته ویلي چې “دچین دیوې سیمې یوې لار سړک ( چې پکې سیي پیک هم شامل دی ) د لانجمنې سیمې نه تیریږي اؤ زه فکر کووم چې داسې هغوئ پخپله خپله کمزوري ښکاره کوي”

دمیډیا راپورونو له مخې د روانې اوونۍ پیل کې دامریکا ددفاع وزیر ښاغلی جیمز میټس اؤ د ګډو ځواکونو مشر جنرال جوزف ډانفورډ د سینیټ د وسله والو خدماتو دکمیټې مخې ته وړاندې شوي اؤ قانون سازان یې د پاکستان اؤ افغانستان په سیمو کې د موجوده وضعیت څخه خبر کړي دي.

په دغه مهال دامریکا ددفاع وزیر جیمز میټس ویلي چې امریکا د “یوه سیمه یوه لار” پروژې مخالفت کوي ځکه چې په ټوله نړۍ ګڼ شمیر سړکونونه اؤ تیریدونکې لارې موجودې دي خو هیڅ یو قام ته په یوه سیمه یوه لار سړک باندې خپلسري کول نه دي پکار.

هغه وویل دامریکې لخوا ددې پروژې د مخالفت کولو یوه وجه دا هم ده چې دپاکستان نه دتیریدونکي دغه سړک یوه برخه د لانجمنې سیمې نه تیریږي.

دامریکا ددفاع وزیر ویلي چې مونږ د ترهګرۍ په ضد چین سره په ګډه کار کولی شو خو امریکا باید دچین په هکله مغالطه کې پاتې نه شي .

جیمز میټس وویل امریکا ته دچین مقابله په حکمت پکار ده

په ۲۱م اګست د امریکایي صدر ډانلډ ټرمپ لخوا افغانستان اؤ‌ سویلي ایشیاء دپاره د نوې تګلارې اعلانولو پسر دپاکستان اؤ امریکې اړیکې زیاتې ترخې شوي .

صدر ټرمپ اؤ دهغه انتظامیه په پاکستان تور لګوي چې پخپله خاوره کې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي خو پاکستان دغه تورونه ردوي.

په پاکستان کې څیړونکي په دې نظر دي چې پاکستان اوس د امریکا دمعاشي بندیزونو د ګواښ نه ځکه نه ویریږي چې د سي پیک دلارې زیاتې پیسې ترلاسه کوي.

خو دپاکستان په بلوچستان ایالت کې نه یوازې د سي پیک په جوړونکو د وسله والو یاغیانو لخوا بریدونه کیږي بلکې هند اؤ امریکا هم ددغه منصوبې په موجوده شکل اعتراضونه راپورته کړي.

تر دې مهاله پاکستان د سي پیک په هکله د امریکا دریځ ته په رسمي ډول ځواب نه دی ویلی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG