لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي په مسقط کې د سولې خبرو کې ګډون نه کوي


د طالبانو د سر يو مشر وايس اف امريکا ته ویلي، "مونږ سره چا رابطه نه ده کړې او نه مونږ په دغه غونډه کې ګډون کوو".
د طالبانو د سر يو مشر وايس اف امريکا ته ویلي، "مونږ سره چا رابطه نه ده کړې او نه مونږ په دغه غونډه کې ګډون کوو".

د طالب وسله والو يو غړي د سه شنبې په ورځ ويلي چې د موجوده افغان حکومت سره د سولې خبرو نه کولو د طالبانو دريځ په ځای دی او ويلي يې دي چې راتلونکې اوونۍ مسقط کې د څلور هېوادونو د خبرو سره د دوي هيڅ تعلق نشته، د کومو خبرو مقصد چې د جګړې سياسي حل لټول دي.

د افغانستان، پاکستان، چين او امريکې مذاکرات کار په ۱۶م اکتوبر عمان کې يوه غونډه کوي چې د افغان سولې د خبرو ډاډګېرنه وکړی شي، طالبان د خبرو مېز ته راوستی شي او د ترهګرۍ په ضد سیمه ييزې مرستې ته وده ورکړی شي.

د طالبانو د سر يو مشر وايس اف امريکا ته ویلي، "مونږ سره چا رابطه نه ده کړې او نه مونږ په دغه غونډه کې ګډون کوو".

چې د هغه نه پوښتنه وشوه اسلام پاله ياغيان به په دغه څلور هېواديزه غونډه (کيو سي جي) کې ګډون کوي يا دوي يې د منلو اراده لري، نو هغه د نوم نه څرګندو په شرط وويل چې په ښکاره د طالبانو په سياسي ماملاتو باندې د خبرو اجازه نه لري.

هغه ويلي "د کابل د حکومت سره یې د خبرو په اړوند دريځ بدل شوی نه دی ، زمونږ په دې غونډه کې هيڅ ورکړه راکړه نشته دا دغو ملکونو خپله مامله ده".

طالبان د اوږدې مودې نه د افغان سولې بهير کې د شاملېدو نه انکار کوي، او وايي چې د امريکا او نېټو ځواکونه دې د افغانستانه ووځي او په قطر کې دې د هغو سياسي دفتر ومنل شي.

کيو سي جي يا د څلورو هېوادونو ډله په کال ۲۰۱۶م کې جوړه شوې خو د سولې خبرې په دغه کال د مئي په مياشت کې د پينځمې غونډې نه مخکې لاړې نشوې ځکه چې په امريکايي ډرون بريد کې د طالبانو مشر ملااختر منصور ووژل شو، هغه د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د سفر په مهال په نخښه کړی شوی ؤ.

هيله کېده چې څلور هېواديزه ډله به په خپل خپل ځای د افغان طالبانو د خبرو مېز ته راوستو هڅه وکړي خو په تېرو ليدنو کې د څه پرمختګ نه کېدو تور د طالبانو په خبرو کې د ګډون نه کولو او افغانستان او پاکستان ترمنځه اړيکو کې بې باورۍ باندې لګولی شي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا ويلي د کيوسي جي د غړي په حېث پاکستان تل د چين او امريکا په ګډون د افغان سولې او ثبات عمل ته د ودې ورکولو په لړ کې د سهولت کار کردار ادا کړی دی.

هغه وايس اف امريکا ته ويلي پاکستان د مسلو په پُرامنه ډول او افغانستان کې د قامي يووالي ملاتړ کوي هغه ويلي دوي ګڼي چې د پوځي لارې په افغانستان کې امن نشي راتلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG