لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوريا ته د ځواب ورکولو دپاره د صدر ټرمپ مشوره


په سپينه ماڼۍ کې ترسره شوې غونډه کې چارواکو صدر ټرمپ ته د پوځي تیاريانو په اړه احوال تېر کړی دی.
په سپينه ماڼۍ کې ترسره شوې غونډه کې چارواکو صدر ټرمپ ته د پوځي تیاريانو په اړه احوال تېر کړی دی.

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوريا لخوا د کوم ممکنه اقدام ځواب کولو دپاره خپلو سلاکارو سره مشوره کړې ده.

په غونډه کې د شمالي کوريا امريکا او اتحاديانو ته يې د ايټمي بریدونو په صورت کې د ممکنه ځواب ورکولو جاج اخستل شوی دی.

په غونډه کې د امريکې د دفاع وزير جېم مېټس او امريکې د وسله والو ځواکونو مشر جوزف ډنفورډ صدر ټرمپ ته د پوځي تیاريانو په اړه احوال تېر کړی دی.

په سپينه ماڼۍ کې دا ليدنه په داسې حال کې شوې چې په سيمه کې امريکې او اتحاديانو جاپان او جنوبي کوريا شمالي کوريا ته څېرمه دوه هوايي تمرينونه کړي دي.

د سه شنبې په شپه ترسره شوو تمرينونو کې د درېو واړو ملکونو جنګي او بمبار الوتکو د هوا نه په ځمکه موجودو اهدافونو په نخښه کولو تمرین کړی دی.

دا تمرينونه په يو وخت د ټاپو کوريا په شمالي او لويديځه پوله کې د بحېره جاپان او بحېره زرد کې شوي دي.

د پېنټاګون ترمخه په سيمه کې دا د امريکې، جنوبي کوريا او جاپاني ځواکونو د جنګي الوتکو د شپې په مهال کېدونکي وړومبي تمرينونه دي.

د امريکې د پوځ پېسېفک کمان ويلي دي د امريکې د پوځ د جوهري توان يو یو اب دوز (يو اېس اېس ټکسن) جنوبي کوريا ته رسېدلی دی.

د امريکې د پوځ الوتکې وړونکې سمندري بېړه (رونالډرېګن) هم د کوريا ټاپو په لویديځ کې د جاپان په ټاپو اوکي ناوا سره نزدې د جاپان د پوځ د يو جنګي جهاز سره په تمرينونو کې بوخت ده.

د جاپان پوځ د چهارشنبې په ورځ ويلي دغه تمرين د شنبې په ورځ پېل شوي او په دې کې د دواړو ملکونو سمندري ځواک په دښمن د سمندر نه د بريد تمرين کوي.

په سیمه کې د امريکا او اتحاديانو پوځي هلوځلو کې سېوا والی د هغې وروستو لیدل شوی چې کله صدر ټرمپ ویلي د شمالي کوريا په اړوند د امريکې د ۲۵ کالو پاليسي ناکامه پاتې شوې ده.

روانه اوونۍ صدر ټرمپ ويلي د شمالي کوريا په ضد به يو څيز کار وکړي، هغه د دې خبرې وضاحت نه دی کړی خو ويل کيږي د نوموړي اشاره پوځي عملياتو پله ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG