لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امنيت او معيشيت يو بل سره تړلي دي، جنرال باجوه


جنرال باجوه ويلي، رياستي عملدارۍ ته راپېښو چېلنجونو ته مو ماتې ورکړې خو اوس هم ځينې ستونزې موجودې دي.
جنرال باجوه ويلي، رياستي عملدارۍ ته راپېښو چېلنجونو ته مو ماتې ورکړې خو اوس هم ځينې ستونزې موجودې دي.

د پاکستان د پوځ سرلښکرجنرال قمر جاوېد باجوه ويلي، مونږ له به د معیشت او سلامتیا ترمېنځه د عمل وړ توازن لپاره تسلسل باوري كول وي. هغه ويلي رياستي عملدارۍ ته راپېښو چېلنجونو ته مو ماتې ورکړې خو اوس هم ځينې ستونزې موجودې دي.

د چهارشنبې يا شورو په ورځ کراچۍ كښې د معیشت او سلامتیا په سرخط راجوړې غونډې ته په وېنا کې د پوځ سرلښکر ويلي سلامتیا او معیشت يو بل سره تړلي او ټول قامونه پخواني سوچ ته په بيا کتنې سره نن د اقتصادي ثبات او ملي امنيت ترمينځه توازن ته پام لرنه کوي.

هغه ويلي ملک پرمختګ کوي خو قرضونه هم اسمان ته رسېدلي دي،او زياته کړې يې ده د ښه راتلونکې دپاره به مشکل فېصلې کول وي او ټېکس بېس به سېوا کول وي، هغه دا هم ويلي چې د کچکول ماتولو دپاره به د ټېکسونو په برخه کې بدلون کول وي.

د پوځ او مرکزي اېوان صنعت وتجارت په ګډه راجوړې غونډې ته نوموړي ويلي مونږ د نړۍ تر ټولو زياتې تاؤ ترېښوالې سره مخ سيمو كښې په يوه كښې مېشت يو او مونږ د اول نه د ګڼو بحرانونو سره مخ يو خو د تيرو څلور لسيزو راهسې دا زياتې شوي دي.

د دولتي رسنيو ترمخه جنرال باجوه ويلي مونږ له به د معیشت او سلامتیا ترمينځه د عمل وړ توازن باورې كول وي هغه وويل نن په كورنۍ توګه د امنيت وضعه ښه ده او په نېشنل اېکشن پلان عمل کول ته اړتيا لري.

نوموړ ويلي دینې مدرسې هم اصلاحاتو ته اړتيا لري، او مدرسو له به هم خپلو زدكوونكو ته د ټولنې ګټه ور غړي جوړول وي دغسې چې د ژوند په ټولو برخو كښې پرمختګ وكړې شي.

جنرال باجوہ زياته کړې چې زمونږ په ختيځ كښې هند او لويديځ كښې بې ثباته افغانستان دی، مونږ د خپلې لويديځې پولې د سفارتي، پوځي او اقتصادی اقداماتو د لارې پرامنه ساتلوپه لړ کې سنجیدہ او كوټلې هڅې كوو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG