لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:امریکا دې هرڅه ته دهند له نظره نه ګوري


هغه وویل سي پیک کومه امنیتي تګلاره نه بلکې یوه معاشي پروژه ده
هغه وویل سي پیک کومه امنیتي تګلاره نه بلکې یوه معاشي پروژه ده

دپاکستان دکورنو چارو چارو وزیر احسن اقبال ویلي دپاکستان اؤ چین اقتصادي لاره یا سي پیک کومه امنیتي تګلاره نه بلکې یوه معاشي پروژه ده اؤ امریکا باید دې ته دهند له نظره ونه ګوري.

د امریکا دسفرپه مهال یو سیمینار ته خپله وینا کې دکورنو چارو وزیر خبرداری ورکړی چې که امریکا سیمه کې هرڅه ته د هند په نظر ګوري نو دې سره به نه یوازې د سیمې بلکې پخپله د امریکا ګټو ته هم زیان رسیږي.

تیره اوونۍ دامریکا ددفاع وزیر ښاغلي جیمز میټس دعوه کړې وه چې دپاکستان اؤ چین اقتصادي لاره دیوې لانجمنې سیمې څخه تیریږي اؤ امریکا دغه حقیقت له پامه نه شي غورځولی.

له دې وړاندې هند هم په دغه پروژه ټکونه کړي وؤ اؤ ویلي یې وؤ چې د سي پیک یوه لاره په هاغه سیمه تیریږي چې دپاکستان نه ده.

خو دپاکستان اؤ چین لخوا دغه اعتراضات په کلکه رد کړل شوي وؤ.

د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وویل چې سي پیک د سیمې دټولو هیوادونو دپاره یو شان ګټوره پروژه ده اؤ سویلي ایشیاء، منځنۍ ایشیاء اؤ افریقائي هیوادونه به هم ددغه لارې په مرسته یو بل سره وتړل شي.

پخپله وینا کې دپاکستان د کورنیو چارو وزیر دافغانستان په موضوع هم خبرې کړي اؤ ویلي یې دي چې افغانستان پاکستان کې امن غواړي اؤ په دې شک ځکه نه دی پکار چې افغانستان کې امن پخپله دپاکستان په ګټه دی.

نوموړي زیاته کړه افغانستان کې دداعش په موجودیت اؤ پراختیا پاکستان اندیښنې لري اؤ اسلام اباد غواړي چې نړۍ سره په ګډه داعش ته ماتې ورکړي.

خو افغان چارواکي اؤ نړیواله ټولنه په پاکستان تور لګوي چې پخپله خاوره یې ترهګر ساتلي اؤ دغه ترهګر نه یوازې کابل بلکې د سیمې نورو هیوادونو کې هم ورانکاري کوي.

خو پخپله وینا کې ښاغلي احسن اقبال دا تورونه رد کړل اؤ وئ ویل چې پاکستان کې دترهګرو هیڅ خوندي ځالې نشته

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG