د پاکستان د ټاکنو کميسيون د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د نيولو حکم کړی او د اسلام اباد پوليس ته يې ويلي عمران خان دې په ۲۶ اکتوبرکميسيون ته وړاندې ته حاضر کړي.
د عمران خان په ضد د ټاکنو کميسيون کې د عدالت د سپکاوي اورېدنه روانه ده کميسيون هغه له دې وړاندې څو ځله غوښتی خو نه دی حاضر شوی.
له دې وړاندې تېره میاشت د عمران خان د ضمانت وړ امر کړی ؤ.
د ټاکنو کميسيون د عمران خان ځواب هم رد کړی دی.
عمران خان د ټاکنو کميسيون فېصله په اسلام اباد هائيکورټ کې چېلنج کړې اوعدالت بيا دا فېصله معطل کړې وه. تحريک انصاف ويلي نوې فېصله به هم چېلنج کوي.
د ټاکنو د کميسيون مشر سرداررضا خان په مشرۍ پينځه کسيزه ډله کې د سندهـ او پنجاب صوبې غړو د عمران خان د نيولو د حکم ويلي خو د خېبرپښتونخوا او بلوچستان غړو ويلي هغه ته يوه بله موقع ورکړی شي او د هغې وروستو دې د نيولو حکم وشي.
د ټاکنو د کميسيون مشر او د دوؤ صوبو غړي د عمران خان د نيولو په حکم موافقه شوي دي.
د تحريک انصاف د مشر په ضد د ټاکنو کميسيون هغه وخت د عدالت د سپکاوي اورېدنه پېل کړه چې کله نوموړي د ګوند د بهرملکي فنډ يا چندو په اړوند د کميسيون رپورټ د تعصب په بنياد وګرځولو.
تحریک انصاف وايي د ټاکنو کميسيون ته د عدالت د سپکاوي د اورېدنې واک نه دی ترلاسه خو کميسيون وايي د عدالت د سپکاوي اورېدنه کولی شي.
د تحريک انصاف باني غړی اکبر اېس بابر چې اوس يې دغه ګوند پرېښودی دی په کال ۲۰۱۴م کې د ټاکنو کميسيون کې د ياد ګوند د بهرني فنډنګ په اړوند خواست کړی ؤ او دغه اورېدنه تراوسه روانه ده.