لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي لوړ پوړي پلاوي د پاکستان سفر کړی


د صدر ټرمپ د نائب مرستيال او امريکا  د ملي امنيت شورا کې د سويلي اسيا دپاره ډايريکټرې ليزا کرټس په مشرۍ امريکايي پلاوي د پاکستان سيکرټري خارجه تهمينه جنجوعه د پلاوي سره ليدلي دي.
د صدر ټرمپ د نائب مرستيال او امريکا  د ملي امنيت شورا کې د سويلي اسيا دپاره ډايريکټرې ليزا کرټس په مشرۍ امريکايي پلاوي د پاکستان سيکرټري خارجه تهمينه جنجوعه د پلاوي سره ليدلي دي.

د امریکا د لوړ پوړو چارواکو يو پلاوي د پنجشنبې په ورځ د پاکستان سفر کړی او پاکستاني چارواکو سره يې په دوه اړخيزو اړيکو او صدر ټرمپ د سویلي اسيا او افغانستان په اړوند اعلان کړې پاليسي باندې خبرې اترې کړي دي.

د پاکستان د باندني وزارت د بيان ترمخه د صدر ټرمپ د نائب مرستيال او امريکا د ملي امنيت شورا کې د سويلي اسيا دپاره ډايريکټرې ليزا کرټس په مشرۍ امريکايي پلاوي د پاکستان سيکرټري خارجه تهمينه جنجوعه د پلاوي سره ليدلي دي.

امريکايي پلاوي کې د سويلي او منځني اسيا دپاره موقتي مرستیاله خارجه وزيره اېلس وېلز او هغې نه علاوه د دفاع او باندني وزارت لوړ پوړړي چارواکي هم شامل وو.

په عېن حال کې چې امريکايي پلاوی د اسلام اباد په سفر ؤ پاکستان کې پينځه بهرنیان د ترهګرې ډلې حقاني شبکې له منګلو څخه د پينځه کاله بند وروسته خلاص کړل شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې دعوه کړې ده چې د دغه هېواد پوځ او استخباراتي شبکې ايې اس ایې د ترهګرو له بنده پینځه تښتول شوي بهرنیان چې پکې یو کېنېډايې جاشوا بایل، د هغه امریکايي میرمنه کیټلین کولمن او د هغوي درې ماشومان شامل دي راخوشي کړي دي.

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ په دغه عمل د پاکستان ستاينه کړې ده.

د پاکستان باندني وزارت ويلي د هېئتونو په کچ ترسره شوؤ خبرو کې د افغانستان او سويلي اسيا په اړوند د امريکايي پاليسي په ترڅ کې د اړيکو جاج اخستل شوی او په خپلمنځي ټولو چارو باندې خبرې او صلاح شوې ده.

پاکستان يو ځل بيا د افغانانو په مشرۍ د سياسي خبرو د لارې د افغان مسلې حل کولو دريځ تکرار کړی دی.

تهمينه جنجوعه ويلي افغانستان کې د سولې دپاره ټولو هڅو کې به پاکستان د رغونې کردار لوبوي.

هغې په وروستيو کې د کابل د خپل سفر او پاکستان کې د ترهګرو په ضد ترسره شوؤ عملياتو باندې امریکايي استازي خبر کړي دي.

دواړو ملکونو په ټولو کچو په اړيکو دوامداره ساتلو اتفاق کړی دی.

د تهمينه جنجوعه سره د ليدنې وروستو امريکايي پلاوي د پاکستان د باندنیو چارو وزير خواجه اصف سره هم ليدلي دي.

صدر ټرمپ د اګست په مياشت کې د سويلي اسيا او افغانستان په اړوند خپله اعلان کړې پاليسۍ کې په پاکستان سختې نيوکې کړې او ويلي يې ؤ پاکستان ترهګرو ته پناه ورکوي او امريکا به نوره په دغسې کېدو غلې پاتې نشي.

پاکستان د صدر ټرمپ بيان رد کړی او ویلي يې ؤ په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو په ضد بې توپيره عمليات کړي دي.

امریکا او افغانستان ادعا کوي پاکستان حقاني شبکې ته په خپله خاوره ځای ورکړی او د دغه هېواد استخباراتي ادارې په ملاتړ دا ډله په افغانستان کې ترهګري کوي، اسلام اباد دغه تورونه هم ردوي.

د امریکايي صدر د بيان وروستو د اېلس وېلز د پاکستان سفر ځنډول شوی او خواجه اصف هم د امريکې خپل سفر وروستو کړی ؤ. خواجه اصف بيا وروستو د امريکا سفر کړی او دا وخت د پاکستان داخله وزير احسن اقبال د امريکې په سفر دی.

د صدر ټرمپ د بيان وروستو د امريکې د دفاع وزيرجېم مېټس او خارجه وزير رېکس ټېلرسن هم د پاکستان په اړوند سخت بيانونه ورکړي خو په وروستيو کې جېم مېټس ويلي پاکستان ته يوه بله موقع ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG