لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:ډرون برید کې ۱۸داعشیان وژل شوي که عام خلک؟


دسیمې خلک وایي وژل شوي عام افغانان وو چې یو واده له روان وؤ
دسیمې خلک وایي وژل شوي عام افغانان وو چې یو واده له روان وؤ

افغان چارواکي وایي دافغانستان کونړ ولایت کې د بهرنو ځواکونو د بې پائیلوټه الوتکو په یو برید کې دترهګرې ډلې داعش ۱۸ وسله وال وژل شوي.

خو ځایې خلک بیا دعوه کوي چې وژل شوي کسان دداعش وسله وال نه بلکې عام وګړي وؤ چې یو واده له روان وؤ اؤ د بره نه ویشتل شوي دي.

دافغانستان یوې خبري ادارې د کونړ ولایت د پولیسو د مشر جمعه ګل همت له خولې ویلي چې د ډرون دغه برید د زیارت په ماذیګر څوکۍ اولسوالۍ کې دداعش په وسله والو شوی دی.

جمعه ګل همت دعوه کړې چې په برید کې دداعش ۱۸ وسله وال وژل شوي چې څلور پکې مهم کمانډران هم شامل دي.

هغه ویلي دغو داعشیان په موربانډې سیمه کې راټول شوي وؤ اؤ دکونړ-ننګرهار په لویه لاره یې امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو د بریدونو پلان جوړولو چې دبهرنو ځواکونو ډرون الوتکې په نخښه کړل.

خو همدغه خبري اژانس بیا د سیمه ییزو خلکو له خولې لیکلي چې په برید کې وژل شوي کسان دداعش وسله وال نه بلکې دسیمې اوسیدونکي وؤ چې یو واده له روان وؤ اؤ برید پرې شوی دی.

په عین حال کې د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه په یو تازه راپور کې ویلي چې د روان عیسوي کال په تیرو نهو میاشتو کې په هوايي بریدونو کې د ملکي افغانانو په مرګ ژوبله کې د ۲۰۱۶ کال د همدې مودې پرتله ۵۲ فیصده زیاتوالی راغلی.

د "یوناما" د پلټنو له مخې د روان عیسوي کال په تیرو نهو میاشتو کې لږ ترلږه ۲۰۵ تنه ملکي وګړي په هوایي بریدونو کې وژل شوي او ۲۶۱ نورټپیان شوي دي.

ملګروملتونه وایي چې په هوايي بریدونو کې د وژل شوو او ژوبل شوو ملکي وګړو له دریو څخه دوه برخې یې ښځې او ماشومان وو.

"یوناما" په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د ۳۸ فیصدو مسولیت د نړیوالو ځواکونو او پاتې یې د افغان هوايي ځواکونو پر غاړه اچولی دی.

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د ۲۰۰۹ کال راهیسې په هر دریو میاشتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه راپورونه خپوروي.

په افغانستان کې په نزدې وختونو کې دداعش اؤ طالبانو په ضد افغان ځواکونو د ناټو د پوځ په ملاتړ خپل عملیات چټک کړي اؤ دعوه کوي چې په دغو عملیاتو کې یې داعش اؤ طالبانو ته سخت زیانونه اړولي دي.

خو ددغو عملیاتو په مهال زیاتره وخت د بیلابیلو سیمو نه هوایي بریدونو کې دعامو وګړو د وژل کیدو راپورونه هم مخې ته راځي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG