لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کُرمه کې چاؤدنو د يو افسر په ګډون څلور سرتيري وژلي


کرمه ايجنسۍ کې له دې وړاندې هم په دغه رنګ چاؤدنو کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبلې اوختي دي.
کرمه ايجنسۍ کې له دې وړاندې هم په دغه رنګ چاؤدنو کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبلې اوختي دي.

د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي سيمې کرمې ايجنسۍ کې د ملېشې ځواک يوې چيک پوستې سره دوه بمي ماين چاؤدنو کې د پوځي د افسر په ګډون څلور سرتيري وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.

پوځ ویلي د کرمي ايجنسۍ د خرلاچي سره نزدې ماين چاؤدنه کې سرتيري په نخښه شوي دي.

د پوځ ترمخه څلور وژل شوي سرتيري او درې ژوبل د هغو عملياتو برخه وو په کومو کې چې بهرنيان پکې راخوشي کړی شوي وو.

پوځ درې ورځې وړاندې ويلي په کرمه ايجنسۍ کې يې په عملياتو کې امريکايي مېرمن د هغې کېنېډايي خاوند او درې بچي د ترهګرو د ولقې نه راخوشي کړي دي.

له دې وړاندې ځايي چارواکو د پينځه سرتېرو د وژنې پخلی کړی او ويلي يې وو يو د پوځ کېپټن حسنېن او د ملېشې څلور سرتيري قدر، جمعه ګل، سيدباز او دلاور وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو تحريک د برید زمه واري قبوله کړې او رسنيو ته په لېږلي پېغام کې يې ويلي د درې ماين چاؤدنو د لارې يې د پاکستان پوځ په نخښه کړی دی.

د کرمې ايجنسۍ پوليټيکل محرر ابرار ډيوه رېډیو سره خبرو کې ويلي، د چاؤدنو پېښه نن د يکشنبې په سهار د افغانستان سره پولې ته جوختې پرتې کرشه علاقه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وېنا د پولې نه پاکستان اړخ ته درې څلور کلوميټره فاصله باندې د ملېشې چيک پوسته ده او هغه په نخښه کړی شوې ده.

پېښه کې ژوبل سرتیري د پاړه چنار مرکزي روغتون ته وړل شوي دی.

د چاؤدنو زمه واری لا نه ده منلې.

کرمه ايجنسۍ کې له دې وړاندې هم په دغه رنګ چاؤدنو کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبلې اوختي دي.

تېره میاشت يوه چاؤدنه کې د ملېشې څلور سرتيري ژوبل شوي وو.

د افغانستان سره د کرمې د خرلاچي په پوله د تګ راتګ غټه لاره ده او دغه لار د محرم په مهال د امنيت په موخه تړل شوې وه.

کرمه ايجنسۍ کې زياتره شيعه مسلکه مېشت دي او دلته له دې وړاندې هم وخت په وخت د ترهګرۍ د پېښو ترڅنګ فرقه ييزنښتې شوي دي.

د کرمې ايجنسۍ لويديځه پوله د افغانستان سره لګېدلې، په ختيځ کې يې اورنګزي ايجنسي د خېبرپښتونخوا هنګوضلع ، شمال کې يې د خېبر ايجنسۍ تيراه او جنوب کې يې شمالي وزيرستان پروت دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG