لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قبايلي سيمو اووه لاکه ماشومان د سکولونو نه بهر دي


د ۸۰۰ نه زيات سکولونه د بدامنۍ يا ځايي خلکو د نشوالي کډو کولو له امله بند پراته دې.
د ۸۰۰ نه زيات سکولونه د بدامنۍ يا ځايي خلکو د نشوالي کډو کولو له امله بند پراته دې.

د قبايلي سیمو( فاټا) سيکرټرېټ د تعليم د محکمې مشر هاشم خان وايي په سيمه کې اووه لاکه ماشومانو کې د څلورو لاکو عمرونه د نهو کالو نه تر ۱۲کالو پورې دي.

" په دوې کې د پرائمري او سيکنډري ليول ماشومان ټول شامل دي، هغه ماشومان هم پکې شامل چې کومود تعليم لړۍ قطع کړې ده،د پرائمري په کچه د ماشومانو تعليم لړۍ قطع کول ۶۸ فيصده دي،يعني ۳۸ فيصده ماشومان پينځم کلاس پورې رسيږي".

پاکستان کې مطبوعاتي راپورونه وايي د تعليم نه برخې پاتې ماشومانو کې پينځه لاکه جينکۍ دي چې د سکولونو نه بهر دي او قبايلي علاقو کې د جينکو د تعليم کچه خواؤشاه درې فيصده ده.

په مومند ايجنسۍ کې د يو سکول استاذه انيته بيګم وايي غريبي،د مور و پلار د هلکانو مقابله کې د جينکو په تعليم کمه پاملرنه او د کم عمرۍ ودونه د جينکود تعليم په لار کې لوې خنډونه دي.

" غربت ډير زيات دی او مورو پلا وايي چې جينکۍ مونږ سکول ته درليږو د هغې په ځايي دې د کور کار کوي، خشاک پرې راوړي د غرونو نه، او د والدينو توجو هم تعليم اړخ ته کم ده، جينکۍ غواړي چې تعليم وکړي خو والدېن يي وايي چې هسې هم پينځم، شپږم ته راورسي واده به شي، هالانکه حکومت ورته ويړيا کتابونه ورکوي او دوي (استاذانې) ورسره خپله هم ډيرې مرستې کوي".

د قبايلي سيمي د تعليم د محکمې چارواکي وايي چې په فاټا کې۷۰۰ نوي سکولونه د ۱۸ اربه روپو په لګښت جوړ شوي دي، خو استاذان ورته دا له نه دي ليږل شوي.

دغه رنګ د ۸۰۰ نه زيات سکولونه د بدامنۍ يا ځايي خلکو د نشوالي کډو کولو له امله بند پراته دې.

خو د فاټا د تعليم محمکې مشر هاشم خان وايي چې نوي استاذان ګمارل او بند سکولونه پرانستل يي پلان کې دي او زر به دغه مسله هواره شي.

هغه وويل د فاټا د سکولونو دپاره د پينځه ؤ کالونو پلان لري، چې نوي سکولونه جوړ کړي زاړه بيا روغ کړي او د استاذانو برابرتيا ورته وکړي.

پاکستان کې د نورو برخو په پرتله قبايلي سیمه په تعليمي برخه کې ډېرې وروستو پاتې ده، په سيمه کې په ترهګرۍ کې په سلګونو سکولونو په بمونو الوزول شوي او ډېری پکې غېرفعاله پراته دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG