لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: چاؤدنه کې د۵ پوليسو په ګډون اووه تنه وژل شوي


کوټه کې په تېرو شپږو ورځو کې په پوليس دا درېم وژونکی بريد دی چې ترسره کیږي.
کوټه کې په تېرو شپږو ورځو کې په پوليس دا درېم وژونکی بريد دی چې ترسره کیږي.

د کوټه په سرياب علاقه کې سبي روډ باندې نن د چهارشنبې په سهار د پوليس ګاډو سره نزدې چاؤدنه کې د ۵ پولیسو په ګډون لږ ترلږه اووه تنه وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل شوي دي.

د بلوچستان د سېول ډيفنس چارواکو پېښه کې د اووه تنو د وژنې پخلی کړی او ویلي يې دي دا ځانمرګی برید وو د پوليس ګاډي یې په نخښه کړي دي.

راپورونه وايي د پاکستاني طالبانو د تحريک وياند محمدخراساني په پوليس د ځانمرګي برید زمه واري منلې ده.

د دغه بريدوروستو د کوټي په قمبراني سړک باندې د ترهګرۍ ضد پوليس ځواک انسپکټر عبدالسلام نامالومو وسله والو په ډزو وژلی دی.

د پوليس افسر د وژنې زمه واري لشکر جهنګوي العالمي نومې ډلې منلې ده.

کوټه کې په تېرو شپږو ورځو کې په پوليس دا درېم وژونکی بريد دی چې ترسره کیږي.

د جمعې په ورځ کوټه کې په پوليس بريد کې يو سرتېری وژل شوی او درې نور ژوبل شوي وو.

له دې وړاندې خبر

د بلوچستان صوبې داخله وزير سرفراز بګټي پېښه کې د مرګ ژوبلو پخلی کړی او ويلي يې دي په ژوبلو کې د دوؤ روغتيايي حالت خطرناک دی د نوموړي په وېنا د پوليس دوه ګاډي د بمي چاؤدنې ښکار شوي دي.

سېول روغتون کې رسنيو سره خبرو کې نوموړي وويل د پوليس خصوصي ځواک ګاډي روان وو بمي چاؤدنه پرې شوې ده او د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.

هغه وويل د ترهګرۍ په ضد جګړې سره مخ دي او دوي به دغه جګړه دوامداره ساتي.

هغه زياته کړه دوې د جنګ په حالت کې دي او په جنګ کې دغه ډول پېښې رامنځته کيږي، او امنيتي ځواکونه ځکه په هدف کيږي چې په شا شي خو نوموړي وايي دوي به په شا نشي او دا جګړه به دوې ګټي.

نوموړي یو ځل بيا هغه خبره تکرار کړه چې بلوچستان کې له دې وړاندې د ترهګرۍ په پېښو کې د هند او افغانستان استخباراتي ادارې ککړې وې.

د چارواکو په وېنا د پولیس په دوه ګاډو کې چې ۳۷ سرتیري سواره وو د سړک غاړې ته اېښودی شوی بم پرې چاؤدل شوی دی.

پېښه کې ژوبل پوليس او عام وګړي د کوټې سول او پوځي روغتونونو ته وړل شوي دي.

د چاؤدنې موقعې ته امنيتي چارواکي رسېدلي او ځاې يې په ګېرا کې اخستی دی.

د روانې مياشتې په نهمه نېټه کوټه کې يو وسله وال بريد کې د درېو شيعه هزاره ؤ په ګډون پينځه تنه وژل شوي وو.

له هغې وړاندې په پينځم اکتوبر جل مګسی علاقه کې يو زيارت باندې ځانمرګي بريد کې ۲۰ تنه وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG