لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د قنديل بلوچ دوژنې مقدمه کې دعدالت نه تښتېدلی مفتي عبدالقوي ونيول شو


د وژل کېدو وړاندې د قنديل بلوچ د مفتي عبدالقوي سره په ټولنيزو اړیکو دا عکسونه خپاره شوي وو.
د وژل کېدو وړاندې د قنديل بلوچ د مفتي عبدالقوي سره په ټولنيزو اړیکو دا عکسونه خپاره شوي وو.

د پاکستانۍ وژل شوې ماډلې قنديل بلوچ د وژنې مقدمه کې د عدالت نه تښتېدلی مفتي عبدالقوي نيول شوی دی.

د پوليس په وېنا عبدالقوي د ملتان نه جهنګ علاقې په لار کې نیول شوی دی.

له دې وړاندې مفتي عبدالقوي هغه وخت د عدالت نه په تېښه کې بريالی شوی چې کله عدالت د هغه د نيولو نه وړاندې د ضمانت خواست رد کړو.

له دې وړاندې خبر

د پنجاب صوبې ملتان په سيشن عدالت کې نن د چهارشنبې په ورځ د مفتي وکیل خپل دلايل پوره کړي او عدالت بيا د نوموړي د نیولو نه وړاندې د ضمانت خواست نه دی منلی.

راپورونه وايي هم په دغه مهال مفتي د عدالت نه په تېښته کې بريالی شوی او د هغه د نيولو دپاره پوليس عمليات پېل کړي دي.

قنديل بلوچ چې تېر کال د جولایۍ په میاشت کې وژل شوې د وژل کېدو وړاندې د هغې د مفتي عبدالقوي سره د ټولنيزو اړیکو په وېب پاڼو عکسونه خپاره شوي وو.

د قنديل بلوچ وژنه کې د هغې دوه وروڼه نيول شوي دي.

عبدالقوي د بلوچ د وژنې په پلټنو کې شامل کړی شوی ځکه چې د هغې پلار ويلي ؤ زوی یې د عبدالقوي منونکی دی.

عدالت مفتي ته د ۱۷م اکتوبر پورې ضمانت ورکړی او سه شنبې په ورځ هغه د وکيل سره عدالت ته مخامخ شوی او عدالت ته يې د دلايلو پوره کولو دپاره د ننۍ ورځې وخت غوښتی ؤ.

راپورونه پوليس د قنديل بلوچ د وژنې په اړوند عدالت ته پوره رپورټ نه دی وړاندې کړی او نه د مفتي نه په دغه کېس کې پولیس پلټنې کړي دي.

مفتي عبدالقوي د پاکستان د مياشتې ليدنې کمېټۍ نه وروستو له هغې وويستل شو چې د قنديل بلوچ سره یې عکسونه خپاره شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG