لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان:په پوځیانو بمي برید کې دوه عسکر وژل شوي


افغانستان سره په پوله پرته دپاکستان قبائیلي سیمه شمالي وزیرستان کې په یوه بمي چاودنه کې دوه پوځیان وژل شوي دي.

دپاکستان پوځ دعوه کوي چې په ضرب عضب عملیاتو کې یې شمالي وزیرستان سیمه د جنګیالو نه پاکه کړې ده خو ددغه دعوؤ باوجود وخت په وخت سیمې نه په امنیتي ځواکونو د بریدونه راپورونه مخې ته راځي.

دسیمې څخه سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي د شورو په ورځ د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل د کجهورۍ اؤ خواجه خوړ سیمې ترمینځ پوځیانو ګزمه کوله چې ریموټ کنټرول بمي چاودنه پرې وکړی شوه.

ددغه چاودنې نه سمدستي وروستو په ګڼ شمیر پوځیان د پيښې سیمې ته رسیدلي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړي دي.

شمالي وزیرستان د پاکستان هاغه قبائیلي سیمه ده چې په تیرو وختونو کې د القاعده اؤ طالبانو د بشپړ کنټرول لاندې وه اؤ افغان چارواکو دعوې کولې چې هم ددغه سیمې نه جنګیالي افغانستان کې په بهرنیو اؤ افغان عسکرو بریدونه کوي.

کال ۲۰۱۴م کې دپاکستان پوځ شمالي وزیرستان کې د ورانکارو په ضد د ضرب عضب په نوم په لویه پیمانه عملیات پیل کړل چې ددغو عملیاتو له امله په لکونو مقامي قبائیل دخپلو کورونو په پریښودو مجبور شول.

اوس دپاکستان پوځ دعوه کوي چې شمالي وزیرستان کې یې د ورانکارو ځالې له مینځه وړي اؤ دهغوئ د ترهګرۍ توان یې ختم کړی دی خو بیا هم وخت په وخت په دغه سیمه کې په امنیتي ځواکونو بریدونه کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG