لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اولسمشر غني وایي دخپلې لویشت،لویشت خاورې څخه به دفاع کوؤ


هغه وایي مونږ د سولې په لټه کې یو خو دښمن د جګړې په دوام ټینګار کوي
هغه وایي مونږ د سولې په لټه کې یو خو دښمن د جګړې په دوام ټینګار کوي

دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي ترهګر غواړي چې افغانستان کې جنګونو ته دوام ورکړي خو مونږ به ددغو ترهګرو په وړاندې لکه د غر ولاړ یو اؤ خپلې لویشت لویشت خاورې څخه به دفاع کوؤ.

هغه پکتیا اؤ غزني ولایتونو کې تیره ورځ شوي ترهګریز بریدونه په سختو ټکو غندلي اؤ ویلي یې دي دغو بریدونو سخت زورولی خو دخپلو امنیتي ځواکونو په لوړ عزم اؤ حوصله ډاډمن دی.

د سه شنبې په ورځ د افغانستان پکتیا اؤ غزني کې په بمي چاودنو کې تر ۷۰ؤ زیات کسان وژل شوي وؤ چې زیات شمیر پکې امنیتي عسکر وؤ.

افغان اولسمشر اشرف غني په دغو پیښو دخپلۍ خواشینۍ بیان کې ویلي په تیرو اوو میاشتو کې دښمن ته دافغانستان بیلابیلو برخو کې درانه زیانونه اوښتي دي اؤ سخته ماتې یې خوړلې ده.

ښاغلي غني زیاته کړې ده په داسې وخت کې چې حکومت د سولې ارزښتونو ته رسیدلو دپاره راتلونکي ته ګوري تروریستان د جګړې په دوام ټینګار کوي.

هغه هوډ ښکار کړی چې افغانستان به بیا د ترهګرو په ځالو بدلیدو ته پرې نه ږدي اؤ په نره به د افغانستان دخاورې څخه دفاع کوي.

په دې وروستیو کې دافغانستان بیلابیلو برخو کې په افغان ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ په لسګونو افغان پوځیانو اؤ پولیسو په دغو بریدونو کې خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

افغان چارواکي تور لګوي چې په افغان ځواکونو دغه بریدونه دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي په مرسته کیږي خو پاکستان ددغو تورونو منلو ته تیار نه دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG