لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې صوبو ته دناچله تنظیمونو په ضد دګامونو اخستو امر شوی


دپاکستان مرکزي حکومت څلورو واړو صوبو ته امر کړی چې پخپله خاوره کې دننه دټولو ناچله ګرځولو شوؤ تندروه مذهبي ډلو په ضد ګامونه واخلي اؤ دهغوئ دفترونه،وسلې اؤ اثاثې دې پخپل واک کې واخلي.

دکورنیو چارو د وزارت لخوا د ټولو صوبو عمومي سکترانو اؤ د اسلام اباد چیف کمشنر ته امر شوی چې ددغو تنظیمونو د پیسو د راکړه ورکړې په هکله راپور هم مرکزي حکومت ته ورکړي.

دا مهال په پاکستان کې هاغه ګڼ شمیر مذهبي تنظیمونه په ډاګیز ډول د بیلابیلو نومونو لاندې فعالیتونه کوي چې په ترهګریزو پیښو کې دککړتیا له امله حکومت ناچله ګرځولي دي.

نړیواله ټولنه وخت په وخت د پاکستان نه غوښتنې کوي چې پخپله خاوره کې د ترهګرو دپټو ځالو اؤ تندروه تنظیمونو په ضد باید پرته له کوم توپیر ګامونه واخلي خو پاکستان دریځ لري چې په خاوره کې یې دترهګرو ځالې نشته.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف تیره اوونۍ ویلي وؤ چې پاکستان ته به تر ټولو د مخه خپل کور سمؤل وي.

دپاکستان په سینیټ کې هم تیره ورځ د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي وؤ چې دا د صوبایي حکومتونو کار دی چې هغوئ د هاغو تندروه تنظیمونو په ضد ګامونه واخلي اؤ کلک نظر پرې وساتي چې حکومت ناچله ګرځولي اؤ اوس په نوؤ نومونو خپل فعالیتونه کوي.

سرچینې وایي دکورنیو چارو د وزیر ددغه بیان مخې ته له راتلو وروستو دهیواد ټولو صوبو ته امر شوی چې په ناچله ګرځول شوؤ تنظیمونو جوخت نظر وساتي اؤ هغوئ هیڅ رقم فعالیت ته پرې نه ښودل شي.

ناتائیده راپورونه وایي چې دا مهال پاکستان کې د ناچله ګرځول شوؤ تندروه تنظیمونه شمیره ۶۴ ده اؤ څلور تنظیمونه د نظر لاندې ساتل شوي دي.

دمرکزي حکومت لخوا صوبو ته داهم ویل شوي چې ددغه ناچله تنظیمونو په حق کې څوک پریس کانفرنسونه جلسې جلوسونه اؤ لیکنې کوي یا هم اعلامیې جاري کوي هغوئ هم باید دقانون منګولو ته راوستل شي.

صوبو ته ویل شوي چې ددغو تنظیمونو هیڅ یو مشر اؤ غړي ته هیواد نه د بهر تللو دپاره دې پاسپورټونه ورنکړل شي.

اؤ ددې ترڅنګ دغو تندلارو ته دبانکونو نه دقرضو، مالي اسانیو اؤ کریډټ کارډ دنه ورکولو وینا هم شوې ده.

مرکزي حکومت ویلي چې حکومت تندلارو ته د وسلو لائسنسونه ورکړل شوي هغه دې په سمدستي توګه منسوخ اؤ دهغوئ وسلې دې په تاڼو کې جمع کړل شي.

دپاکستان دننه که هر څو حکومت وخت په وخت د ناچله ګرځول شوؤ تنظیمونو په ضد د ګامونو اخستو دعوې کوي خو څیړونکي بیا وایي چې ترڅو دپاکستان ریاست د تندلاریتوب په هکله خپله بیانیه نه وي بدل کړي په زباني دعوؤ د تندلاریتوب مخه نه شي نیولی.

څیړونکي وایي چې اوس هم دپاکستان په تعلیمي نصاب کې د کرکو نه ډک مضامین شامل دي ، په دیني مدرسو کې ماشومانو ته د تندروۍ ذهن سازي کیږي اؤ د ریاستي ادارو لخوا پخپله ددغه هرڅه سرپرستي کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG