لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبايلي سیمو کې په زرګونو څوکۍ مامورين نه لري


د غېر دولتي تنظيم (الف اعلان) ترمخه قبايلي سیمو کې ۶۰ فيصده ماشومان د سکولونو یا عصري زده کړو نه محرومه دي.
د غېر دولتي تنظيم (الف اعلان) ترمخه قبايلي سیمو کې ۶۰ فيصده ماشومان د سکولونو یا عصري زده کړو نه محرومه دي.

د پاکستان د سېنېټ د رياستي چارو قايمه کمېټۍ د دې نوټس اخستی چې د هېواد قبايلي سيمو کې د صحت او تعلیم په څانګو کې د مامورينو يا ملازمانو ځايونه خالي پراته دي.

په اسلام اباد کې د سېنېټر هلال الرحمان په مشرۍ کې د سېنېټ د رياستی چارو کمېټۍ غونډه شوې او د صحت او تعليم د څانګو جاج پکې اخستل شوی دی.

په غونډه کې په يادو محکمو يا څانګوکې د پينځه ؤ زرو نه په زياتو خالي ځايونو د مامورينو په نه ګمارولو اندېښنه څرګنده کړی شوې ده.

هلال الرحمان ډيوه رېډیو سره په خبرو کې ويلي د فاټا سيکرټرېټ چارواکو ته يې حکم کړی چې په دغو خالي ځايونو باندې مامورين وګماري.

دا په داسې حال کې ده چې د فاټا سېکرټرېټ د تعليم د څانګې مشر پخلی کوي چې په قبايلي سيمو کې اووه لاکه ماشومان د سکولونو نه بهر دي او په سيمه کې د جينکو د تعليم کچه يواځې درې فيصده ده.

پاکستان کې د تعليم په حال کار کوونکي غېر دولتي تنظيم (الف اعلان) ترمخه قبايلي سیمو کې ۶۰ فيصده ماشومان د سکولونو یا عصري زده کړو نه محرومه دي.

د دغه تنظيم شمېرې ښايي چې په قبايلي علاقو کې بيا ۲۰ فيصده سکولونه داسې دي چې خپلې ودانۍ هم نه لري.

په سیمه کې اوس هم په سلګونو سکولونه تړلي پراته دي.

سېنېټر هلال وايي يو دا چې قبايلي ځوانان دې تعليم يافته کړی شي خو د دې ترڅنګ د سيمې د ځوانانو بل زیاتی دا کيږي چې هلته د بجلۍ په محکمه کې د ملازمانو ګمارل د مقابلې د امتحان د لارې کيږي.

نو د قبايلي سيمې کاندېد څنګه کولی شي د پېښور يا بلې کومې علاقې د تعليم يافته هلک سره مقابله وکړي،هغه ويلي د بجلۍ محکمې ته يې هم لارښوونه کړې چې په ملازمانو ګمارولو کې قبايلي ځوانانو ته لمړيتوب ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG