لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنرال توریالي عبدیاني کورنۍ ارمانجنه پاتې شوه


د جنرال توریالي عبدیاني د زوکړې ۵۳ مې کلیزې ته څو ورځې پاتې وې چې د اکټوبر په ۱۷ نېټه په پکتیا ولایت کې له خپلو ۵۲ نورو هېوادوالو سره د طالبانو په یوه ډلیز خونړي برید کې ووژل شو.

د جنرال عبدیاني ورور ډاکټر پسرلي عبدیاني امریکا غږ ډیوې ته وویل:

(مونږ او د جنرال صاحب کورنۍ د هغه د زوکړې ورځ (سالګرې) ته په تمه وو. له بازاره مو کیک او نور خواږه راوړي وو چې د خپل ستړي او په هېواد مین لالا (مشر ورور) د زېږېدو کلیزه په ګډه ولمانځو او د همدې لپاره مو ورته کورته د راتګ بلنه ورکړې وه چې هغه هم منلې وه.)

ډاکټر پسرلی عبدیاني چې د ننګرهار د طب پوهنځي استاد دی وايي مشر ورور مې راغی خو د جنازې په تابوت کې. د سالګرې په ځاي یې په جنازه کې په زرګونو کسانو ګډون کړی وو او د کابل په شهدا الصالحین هدیرې کې مو خاورو ته وسپاره.

جنرال توریالي عبدیاني درې ځامن (پاڅون خان، احمد شاه او احمد راشد) درلودل چې دوو یې په هند کې لوړې زده کړې کولې او دریم يې په کابل کې د ۱۲ ټولګي زده کونکی دی.

جنرال عبدیاني دوه لورګانې (لوڼې) لري چې یوه یې د غاښونو له طب (ستوماتولوژي) څخه فارغه او کوزده شوې او کوچنۍ لور یې د ښونځي په دوهم ټولګي کې زده کړې کوي.

جنرال عبدیاني په خپلو اولادونو کې یو هم د نفقې ګټونکی نه لري، ځکه دی د خپل هېواد او خلکو په دفاع او ساتلو بوخت وه او په ټولو اولادونو یې تر دې مهاله زده کړې کولې.

جنرال عبدیاني د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د عبدیانو د کلي اوسېدونکی وه او په قوم پښتون و.

ده خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په ننګرهار او کابل کې کړې وې او د کابل د انصاري لیسې څخه فارغ شوی و.

د لیسې وروسته یې لوړې زده کړې د کابل په حربي ښونځي کې بشپړې او له دغه ښونځي څخه په لومړۍ درجه فارغ شوی و.

جنرال عبدیاني په پوځ او پولیسو دواړو کې دندې ترسره کړیدي چې د تیرو څو کلونو په موده کې د فاریاب، ارزګان، فراه، پکتیا د امنې قومندان په توګه پاتې شوی وه او تازه تازه د هرات د امنیې د قومندان په توګه معرفي شوی وه.

د جنرال عبدیاني یواځینی ورور پسرلی عبدیاني وايي چې جنرال صاحب یو لمونځ کونکی، حاجي، پاک او په هېواد مین افغان وه چې په ټول هېواد کې یې په خپل نوم یو کور خو څه کوې چې یوه کوټه هم نه درلوده.

دی په کابل کې په هغه کور کې اوسېده چې له پلاره ورته پاتې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG