لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کندهار کې د پوځ په کېمپ د طالبانو په برید کې۴۳ سرتيري وژل شوي


افغانستان کې روانه اوونۍ دا درېم وسله وال بريد دی چې افغان امنيتي سرتيري پکې  په هدف کیږي.

د افغانستان کندهار صوبې په مېوند ولسوالۍ کې د افغان ملي پوځ په مرکز وسله والو طالبانو ډله يیز بريد کې ۴۳ سرتيري وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان د دفاع د وزارت وياند جنرال دولت وزيري ويلي پوځې کېمپ کې ۶۰ سرتيري موجود وو چې پکې ۴۳ وژل شوي نهه ژوبل، ۶ بې درکه او دوه تنه په بريد کې روغ وتلي دي.

نوموړي ویلي وسله والو سره په مقابله کې ۱۰ بريدګر وژل شوي دي.

چارواکوويلي دغه بريد تېره شپه نزدې دوه نيمي بجې شوی ؤ د ميوند ولسوالۍ کې د چشمو په نوم پوځي کېمپ باندې ؤ.

يو پوځي افسر خواجه محمدعلوي وایس اف امريکا ته ویلي بريد تر سهار بجو پورې روان ؤ.

هغه ويلي کېمپ يې د لږ وخت دپاره د لاس وتلی خو بيرته يې نیولی دی، هغه ويلي لس بريدګر يې وژلي دي.

نوموړي سرتېرو ته د اوختي زيان کره شمېره نه ده ښودلې.

وسله والو طالبانو د بريد زمه واري منلې ده.

د طالبانو د قاري يوسف احمد په نوم وياند ويلي د موټر بم په مټ يې دغه بريد کړی دی او د ۶۰ پورې افغان سرتېرو د وژنې ادعا يې کړې ده.

افغانستان کې روانه اوونۍ دا درېم وسله وال بريد دی چې افغان امنيتي سرتيري پکې په هدف کیږي.

د سه شنبې په ورځ پکتيا کې د پوليس په تربیتي مرکز او دفتر باندې وسله وال ډله يیز بريد کې د سرتېرو او ملکي وګړو په ګډون د ۶۰ نه زيات تنه وژل شوي او نزدې ۲۵۰ ژوبل شوي وو.

د پکتيا په بريد کې د صوبې د پوليس مشر جنرال توريالی عبديانی هم وژل شوی ؤ.

د دوشنبې او سه شنبې په منځنۍ شپه کې د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د پوليس په مرکز د وسله والو طالبانو په بريد کې د سرتېرو په ګډون نزدې ۴۰ تنه وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG