لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جماعت الاحرار مشر عمرخراساني په ډرون کې د وژل کېدو پخلی شوی


هغه ويلي "په بريد کې د خراساني سره د هغه نور نهه تنه نزدې ملګري هم وژل شوي دي".
هغه ويلي "په بريد کې د خراساني سره د هغه نور نهه تنه نزدې ملګري هم وژل شوي دي".

د پاکستاني طالبانو د جماعت الاحرار ډلې وياند پخلی کړی چې د ډلې مشر عمرخالد خراساني په امريکايي ډرون بريد کې وژل شوی دی.

ای اېف پي خبري ادارې ویلي د جماعت الاحرار وياند اسدمنصور ورته د نامالومه ځای نه په ټيلیفون ویلي،" د جماعت الاحرار مشر عمرخراسانی چې د افغانستان پکتيا صوبه کې امريکايي ډرون بريد کې ژوبل شوی ؤ د چهارشنبې په ماښام يې ژوند د لاسه ورکړی دی".

هغه ويلي "په بريد کې د خراساني سره د هغه نور نهه تنه نزدې ملګري هم وژل شوي دي".

منصور ويلي د خراساني په ځای به د ډلې نوی مشر ټاکل کیږي، خو ځينې راپورونه د يو طالب کمانډر د خلې وايي چې اسدافريدي د ډلې مشر جوړ کړی شوی دی.

ملګرو ملتونو د روان کال جولايۍ په مياشت کې او پاکستان تېر کال جماعت الاحرار د ناقانونه ګرځول ډلو په فهرست کې شامله کړې ده.

د دوشنبې په ورځ خبر مخې ته راغلی ؤ چې د پاکستان په قبايلي سیمه کرمه کې په ډرون بريد کې د حقاني شبکې څلور وسله وال وژل شوي او د سه شنبې په ورځ ويل شوي ؤ چې ډرون بريد کې د وژل شوؤ شمېره ۲۶ يا ۳۱ ته رسېدلې ده.

خو د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ بيان ویلي په کرمه کې ډرون بريد نه دی شوی او نړيوالو ځواکونو د افغانستان په خوست او پکتيا صوبو کې هوايي بريدونه کړي او ترهګرو ته يې غټ زیان اړولی دی.

نه خو د پاکستان پوځ او نه افغان يا نړيوالو ځواکونو د جماعت الاحرار د مشر د وژنې په اړه د پخلي کوم خبر ورکړی دی.

عمرخالد خراساني چې خپل نوم ي عمرولي ؤ د مهمندو ايجنسۍ په صافو تحصيل قندارو علاقه کې زېږېدلی او پلار يې د جومات امام ؤ. هغه ابتدايي زده کړې په کلي او بيا يې په کراچۍ کې په ديني مدرسه کې سبق ويلی ؤ.

ويل کيږي هغه اول په حرکت الانصار اوسني حرکت المجاهدين کې او بيا د تحريک طالبان پاکستان لاندې په ښکاره د کال ۲۰۰۷ عمليات پېل کړي او هم په دغه کال هغه خپل نوم د عمرولي نه عمرخالد خراساني کړو، او په مهمندو کې يې بيا خپل عدالتونه او کېمپونه هم جوړ کړه او هلته به يې فېصلې کولې.

په کال ۲۰۰۹م او لسم کې د پوځي عملياتو وروستو ويل کيږي د دوي واک کمزور شو او دوي خپل فعاليتونه د پاکستان او افغانستان په پوله پرتو علاقو کې پېل کړه او د ځينې راپورونو ترمخه دوي افغانستان لوري ته واوړېدل.

ويل کيږي په جماعت الاحرار ډله کې زياتره د مهمند ايجنسۍ ځايي خلک شامل دي، او دا ډله مهمند ايجنسي خپل قوي مرکز ګڼي په څرګنده د دوي هلته فعاليتونه نه ليدل کيږي خو ويل کيږي وسله وال يې اوس هم په سيمه کې د شپې موجود وي ګرځي.

عمرخالد خراساني د پاکستاني طالبانو د تحريک مشر حکيم الله محسود د وژنې وروستو په ډله کې د اختلافاتو رامنځته کېدو نه پس د جماعت الاحرار په نوم خپله ډله اعلان کړه.

د عمرخالد د القاعده سره هم اړيکې وې او په وروستيو کلونو کې يې د داعش سره د نزدي والي خبرونه مخې ته راغلي وو.

د پاکستان پوځ د روان کال د اپرېل په مياشت کې د جماعت الاحرار ډلې وياند احسان الله احسان ځان پوځ ته سپارلو خبر ورکړی ؤ.

د عمرخالد په مشرۍ وسله والو د کال ۲۰۰۷ نه د عملياتو ادعاوې پېل کړې، او د هغه مودي نه يې په مومندو او باجوړ ايجنسۍ کې د ځايي مشرانو د وژنو زمه وارۍ هم منلي او دغه لړۍ تراوسه دوام لري.

له هغې وروستو د جماعت الاحرار ډلې لخوا په لاهور کې په عيسايانو برید، د واهګه د پولې بريد او د هغې نه علاوه په اسلام اباد کې عدالت باندې بريد او باچاخان پوهنتون باندې د بريد زمه واري هم دې ډلې منلي دي، دغه رنګ د یو شمېر نورو بريدونو زمه وارۍ هم دې ډلې په غاړه اخستي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG