لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دحقاني په وسله والو بله ډرون حمله کې ۱۲ ترهګر وژل شوي


په تیرو پینځوؤ ورځو کې دا پینځم ډرون برید دی
په تیرو پینځوؤ ورځو کې دا پینځم ډرون برید دی

دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله د حقاني ډلې د ترهګرو په ضد دامریکایي ډرون بریدونو لړۍ نوره هم چټک شوې اؤ د جمعې په ورځ په یو بل ډرون برید کې لږ تر لږه ۱۲ ترهګر وژل شوي دي.

په تیرو پینځوؤ ورځو کې دا پینځم ډرون برید دی چې دحقاني ډلې اؤ افغان طالبانو د مهمو مشرانو په ګډون پکې تر۴۰ؤ زیات کسان وژل شوي دي.

دسیمې څخه سرچینو وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي چې دجمعې په ماسپښین دپاکستان دقبائیلي سیمې کرمې ایجنسۍ اؤ دافغانستان د پکتیا ولایت د صفري نکتې په سیمه کې بې پائیلوټه امریکایي الوتکو د تندلارو په یوه ځاله شپږ میزائیل داغلي چې پکې ۱۲ تندلاري وژل شوي.

سرچینې وایي چې د وژل شوؤ ترهګرو تعلق دحقاني ترهګرې ډلې سره دی اؤ په وژل شوؤ کې ددغه ډلې ځینې مهم مشران هم شامل دي خو په سمدستي ډول دهغوئ نومونه نه دي په ډاګه کړل شوي .

تیره اوونۍ وروسته له هغې چې دکرمې ایجنسۍ ترڅنګ دپاک افغان پولې ترڅنګ دوه تښتول شوي امریکايي نژاده کاناډایي ښځه اؤ خاوند دپاکستاني پوځ لخوا د وسله والو د ولقې څخه راخلاص کړی شول په دغه سیمه د ډرون بریدونو لړۍ پیل کړی شوې ده.

په دغو بریدونو کې طالبانو د تندروه ډلې جماعت الاحرار دمشر عمر خراساني اؤ د طالبانو دیو مهم کمانډر ملا نري د وژنې پخلی هم کړی دی.

د ډرون سيوا شوؤ بريدونو کې دپاکستان د پولو دننه د حقاني او نورو ترهگرو ډلو په نخښه کيدو د پاکستان د پوځ هغه ټول عمليات د پوښتنو لاندې راوړي چې د تيرو څو کلونو راهسې د ډيونډ د کرښې په اوږدو کښې پرتې قبايلي سيمو کښې روان دي.

که هر څو هم د پاکستان پوځي چارواکي دعوې کوي چې د ترهگرو ملا يې ماته کړې خو په قبايلي سيمو کښې د پاکستان په ځواکونو د سړک د غاړې بم چاودنې او په ښارونو کښې په امنیتي ځواکونو بريدونه دغه دعوې غلطې ثابتوي.

د دې سره سره د ډيورنډ د کرښې سره پرتې د افغانستان په يو شمير سيمو کښې ترهگر بريدونه هم سيوا شوي دي چې تازه مثال يې د پکتيا پيښه ده چې په کښې د ٦٠ پورې خلک سره د پکتيا د پوليس مشر توريالی ابدياني هم ووژل شو،

د کرم ايجنسۍ سيمه د افغانستان د خوست او پکتيا ولايتونو سره په پوله پرته ده چې د حقاني ډلې مظبوط مرکز گڼلی کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG