لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عائشه ګلالۍ به د پارلمان غړې وي، د عمران قضيه رد


د ټاکنو کمېسون په اکثريتي رائې فېصله اورولې او عائشه ګلالۍ په خپل ځای د پارلمان غړې پاتې شوې ده.
د ټاکنو کمېسون په اکثريتي رائې فېصله اورولې او عائشه ګلالۍ په خپل ځای د پارلمان غړې پاتې شوې ده.

د پاکستان د ټاکنو کمېسون د پاکستان تحريک انصاف ګوند (پي ټي ايي) هغه قضيه (رېفرنس) رد کړی چې د ګوند نه اوړېدلې د قامي اسمبلۍ غړې عائشه ګلالۍ غړيتوب دې ختم کړي.

د پي ټي ايي مشر عمران خان د ټاکنو کمېسون کې رېفرنس کړی ؤ چې عائشه ګلالۍ يې د ګوند پاليسو په ضد ده. په دغه قضيه نن د سه شنبې په ورځ د ټاکنو کمېسون فېصله واورله.

د ټاکنو کمېسون په اکثريتي رائې فېصله اورولې او عائشه ګلالۍ په خپل ځای د پارلمان غړې پاتې شوې ده.

راپورونه وايي په کمېسون کې د بلوچستان او پنجاب صوبو غړو د ګلالۍ په ضد او د کمېسون مشر، د خېبرپښتونخوا او پنجاب استازو د ګلالۍ په حق کې رايې ورکړې او په هغې لګېدلي تورونه يې رد کړي دي.

د فېصلې وروستو ګلالۍ يو ځل بيا په عمران خان لګولي تورونه تکرار کړي چې هغه او ګوند يې د ښځو عزت نه کوي.

عمران خان د ټاکنو د کمېسون د فېصلې په غبرګون کې ويلي، مونږ فېصلې ته ګورو خو دا د ائين په ضد فېصله ده،

"زه دغه فېصله ګورم او هيله کوم چې د ټاکنو کمېسون به داسې فېصلې ونکړي چې دا تاثر ترې راشي چې د پي ټي ايي په ضد فېصلې کوي".

ګلالۍ د اګست په میاشت کې د پي ټي ايي په مشرعمران خان تور لګولی ؤ چې ښځو ته په ښه سترګه نه ګوري.
هغې دا هم ویلي ؤ چې په کال ۲۰۱۳م کې ورته عمران خان د خپل موبایل نه غیر اخلاقي میسجونه یا پیغامونه لیږلي وو.

پي ټي ايي د ګلالۍ تورونه رد کړي او د هغې د پارلمان نه غړيتوب ختمولو دپاره يې د ټاکنو کمېسون کې رېفرنس کړی ؤ.

ګلالۍ د کال ۲۰۱۳م په عامو انتخاباتو کې د پي ټي ايي په مخصوصه چوکۍ د قامي اسمبلۍ غړې جوړه شوې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG