لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهګرۍ په ضد په جګړه پاکستاني چارواکو سره د ریکس ټیلرسن خبرې


رېکس ټېلرسن
رېکس ټېلرسن

پاکستان کې د تندلارو دپټو ځالو پسر دامریکا اؤ پاکستان د اړیکو تاؤژنیدو نه وروسته په لمړي ځل دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن دپاکستان په لنډ سفر پلازمینې اسلام اباد ته رسیدلی.

د سه شنبې په ورځ سرچینو وائس اف امریکا ډیوه راډیو ته ویلي اسلام اباد ته له رسیدو سمدستي وروسته دامریکا دبهرنیو چارو وزیر دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرباجوه اؤ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره لیدلي اؤ ورسره یې په بیلابیلو چارو خبرې کړي دي.

د امرېکې خارجه وزیر رېکس ټېلرسن د پاکستان دوره
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:54 0:00

په سمدستي توګه دپاکستان یا امریکایي چارواکو لخوا ددغو لیدنو په مهال د شوؤ خبرو جذئیات دمیډیا مخې ته نه دي راوړل شوي خو اسلام اباد ته له تګ وړاندې کابل کې خبریالانو ته ښاغلي ریکس ټیلرسن ویلي وؤ چې پاکستاني مشرانو سره به ددوئ په خاوره د ترهګرو د روانو فعالیتونو په هکله رغنده خبرې وکړي.

دبهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي وؤ‌ چې پاکستان ته به دا خبره منل وي چې اوس یې هم ترهګر له خاورې څخه فعالیتونه کوي اؤ دغلته خوندي ځالې لري.

دپيښور پوهنتون د نړیوالو چارو دڅانګې پروفیسر اؤ څیړنکار ډاکټر اعجاز خټک وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي‌ چې امریکا په پاکستان سخت فشار راوړی چې دخپلې خاورې نه به ترهګر ختموي اؤ په قبائیلي سیمو کې د ډرون بریدونو یوځل بیا پیل کیدل دامریکا ددغه فشار څرګندونه کوي.

هغه وویل دامریکا دبهرنیو چارو وزیر به پاکستان نه هم هاغه زړې غوښتنې تکراروي چې پاکستان باید خپله خاوره کې دجنګیالو ډلو په ضد ګامونه واخلي اؤ دپاکستان ځواب به هم ورته همدا وي چې جنګیالي ختموي خو دا کار به لږ وخت اخلي.

ډاکټر اعجاز خټک زیاته کړه اوس به کتل دا وي چې په دې لیدنو کې پاکستاني چارواکي دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ته هاغه کوم نوی باور یا اطمینان ورکولی شي چې امریکا دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان په کردار مطمئینه شي

داګست په میاشت کې د افغانستان او په مجموعي توگه د جنوبي ایشیا لپاره د خپلې حکومت نوي تگلارې اعلانولو په وخت صدر ډانلډ ټرمپ په خصوصي توگه د پاکستان ذکر کړی و او ویلي یې وو چې پاکستان دې د وسله والو د ملاتړ خپل پخوانی دریځ دلاسه ورکړي او په خپله خاوره دې د ترهگرو ځالې ختمې کړي.

دامریکې صدر واضحه کړې وه چې پاکستان امریکا نه په اربونو ډالر اخلي خو دغه پیسې دهغه ترهګرو په پاللو مصرفوي چې امریکا ورسره په جګړه بوخته ده.

هغه دا ګواښ هم کړی ؤ چې امریکا به نور د پاکستان په دغه دوه مخي کردار غلی نه پاتې کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG