لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه:ددوؤ ګاډو ټکر کیدو له امله ۱۴ کسان مړه شوي


بلوچستان ایالت کې د ټریفک حادثې دتیرې څه مودې راهسې سیوا شوي دي
بلوچستان ایالت کې د ټریفک حادثې دتیرې څه مودې راهسې سیوا شوي دي

دپاکستان دبلوچستان ایالت دالبندین سیمې سره نزدې دمسافرو د یو ګاډي اؤ ټرالر جنګیدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي اؤ ۲۹ نور ژوبل شوي دي.

دسیمې څخه د ملیشه ځواکونو سرچینو ویلي دغه پیښه دالبندین سره نزدې د لاګاپ په مقام رامینځته شوي .

سرچینې وایي د کوئټې نه تفتان ته روان کوچ د مسافرو ډک ؤ چې دیوې ترالرې سره وجګیدو.

د هسپتال سرچینو دغه پیښه کې د یوولسو کسانو د وژل کیدو د پخلي ترڅنګ دا هم ویلي چې د ګڼو ژوبلو کسانو حالت نازک دی چې له دې امله د مړو شمیر نور هم سیوا کیدلی شي.

سرچینې وایي په مړو شوؤ اؤ‌ ژوبل شوؤ کسانو کې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي.

په روانه میاشت کې دا دبلوچستان ایالت دننه دوهمه لویه ټرافیکي پیښه ده چې رامینځته شوې.

په اووم اکتوبر هم په مستونګ سیمه کې دوؤ ګاډو جنګیدو له امله ۱۴ کسان مړه شوي اؤ ۲۵ نور ژوبل شوي وؤ.

ه دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې د ټرافیکي پیښو کچه لوړه شوې ده اؤ ددغو پیښو عمده علتونه دپاکستان خراب اؤ تنګ سړکونه، زاړه ګاډي اؤ د ټریفک د قوانینو څخه سرغړونه ښودل کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG