لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپیښور په این ای فور ټاکنو کې سخته مقابله روانه ده


ټول ستر ګوندونه هڅه کوي چې دغه سیټ وګټي
ټول ستر ګوندونه هڅه کوي چې دغه سیټ وګټي

دپيښور د قامي اسمبلۍ په یوه څوکۍ حلقه این ای ۴ دپوځ تر څارنې د ووټونو ورکړه روانه ده اؤ ټول مهم سیاسي ګوندونه سخته هڅه کوي چې دغه چوکۍ وګټي.

دقامي اسمبلۍ دغه چوکۍ د روان کال داګست په ۲۷مه نیټه ددغه حلقې نه عامو ټولټاکنو کې بریالي شوي دپارلیمان دغړي ګلزار خان د مړینې له امله تشه شوې ده.

ګلزار خان د پاکستان تحریک انصاف په ټکټ ددغه حلقې څخه دکال ۲۰۱۳م په ټولټاکنو کې بری موندلی ؤ خو وروستو یې د پي ټي ایي سره اړیکې خړې شوې وې.

څیړونکي وایي په این ای فور سردوباره کیدونکو ټاکنو کې هسې خو هر یو ګوند زور لګولی چې دغه چوکۍ وګټي خو اصل مقابله پکې دعوامي نیشنل ګوند، پاکستان تحریک انصاف اؤ مسلم لیګ(ن) د کاندیدانو ترمینځ ده.

دای این پي د خوشدل خان، د پي ټي‌ ایي د ارباب عامر، د مسلم لیګ(ن)د ناصر موسی زئ اؤ د پیپلزپارټۍ د اسد ګلزار په ګډون ټول ۱۴ کاندیدان په دغه حلقه کیدونکو ټاکنو کې برخه لري.

په دغه حلقه کې د رائیو ورکولو ۲۶۹ مرکزونه جوړ کړی شوي چې پکې به دماښام تر پینځوؤ بجو درې لکه اؤ ۹۸ زره خلک خپله رایې دخپلې خوښې کاندیدانو ته ورکوي.

په سیمه کې ۱۷۰۰پوځیان اؤ ۷۰۰۰ پولیس پځایې کړل شوي اؤ په لمړي اؤ الیکشن کمیشن اعلان کړی چې په لمړي ځل به د ووټونو د نتیجې دپاره دبجلۍ مشین کارول کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG