لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تربت کې د خبري ادارې په دفتر بريد کې اته تنه ژوبل شوي


چارواکي وايي خبري ادارو ته د بېلتون خوښو نه دړکې دي او هغويې په دې خبره په هدف کوي چې د بېلتون خوښو خبرونه نه خپروي.
چارواکي وايي خبري ادارو ته د بېلتون خوښو نه دړکې دي او هغويې په دې خبره په هدف کوي چې د بېلتون خوښو خبرونه نه خپروي.

پولیس ويلي د بلوچستان صوبې تربت سیمه کې نامالومو وسله والو د يوې خبري ادارې په دفتر لاسي بم ويشتی چې پکې د ټرېفک پوليس سره اته تنه ژوبل شوي دي.

د پوليسو په وېنا د اواران په علاقه کې يوه بله پېښه هم رامنځته شوې او وسله والو د ورځپاڼو وړونکي يو ګاډي باندې ډزې کړي، او ورځپاڼې يې سوځولي دي.

چارواکي وايي خبري ادارو ته د بېلتون خوښو نه دړکې دي او هغويې په دې خبره په هدف کوي چې د بېلتون خوښو خبرونه نه خپروي.

د پولیس په وېنا تربت کې د خبري ادارې په لاسي بم بريد کې ژوبل شوؤ کسانو کې يو ماشوم هم ژوبل شوی دی او د هغه د روغتيايي حالت خطرناک دی کراچۍ ته د درملنې دپاره وړل شوی دی.

ځايي خبريالان وايي د تېرو درېو ورځو راهسې بلوچستان صوبه کې ورځپاڼې نه دي وېشل شوي او نه هاکران يا ورڅپاڼې خرڅوونکي تيار دي چې ورځپاڼو ته کښېني.

خبريالان وايي د بلوچستان په هغو سيمو کې خبري ادارو او خبريالان ډېر د دړکو سره مخ دي چې کومې د بلوڅانو ګڼ مېشته سيمې دي. او خبريالان د سختې ويرې ترخې سره مخ دي.

پاکستان د وړاندې نه د خبريالانو دپاره خطرناک شمېرل کېدونکو هېوادونو کې دی او دلته خبريالانو او خبري ادارو ته بيلا بيلې دړکې دي، د رياستي او غېررياستي خلکو او تندروه ترهګرو نه ورته دړکې کيږي.

د پاکستان حکومت وايي د خبريالانو د تحفظ دپاره قانون جوړوي او ګامونه پورته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG