لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیښور:په افغان کډوال دقونصلګرۍ دچارواکي ډزې،سکتر ګرفتار


میرویس یوسفرئ
میرویس یوسفرئ

پیښور کې دافغانستان په قونصلګرۍ کې دقونصل جنرال سکتر میرویس یوسفزي په شخصي شخړه په یو افغان کډوال ډزې کړي اؤ هغه یې ژوبل کړی دی.

پولیسو دقونصلګرۍ دغه سکتر نیولی اؤ د جمعې په ورځ د محکمې له لوري زندان ته لیږل شوی دی .

په پیښور کې افغان قونصل جنرال ښاغلی معین مرستیال وایي چې که په میرویس یوسفري جرم ثابت شي نو هغوئ به د پاکستان دقانون بشپړ درناوی کوي اؤ که د انصاف دتقاضو پوره کولو دپاره ترې هر راز مرسته وغوښتل شي حاضر دي چې د محکمو سره یې وکړي.​

میرویس یوسفزئ تر دې وړاندې په پیښور کې د افغان ټریډ کمشنر یا وکیل تجار په توګه دنده ترسره کوله چې وروستو افغان حکومت ددغه دندې څخه ګوښه کړی ؤ.

دپښتونخوا دچارسدې ښار د تاڼې دپولیسو لخوا دمیرویس یوسفزي په ضد د درج کړی شوی رپورټ یا ایف ایي ار له مخې میرویس دعبدالحمید زوئ اؤ دهغه دوؤ نورو نامعلومو ملګرو د اکتوبر په ۱۷مه نیټه دشیخ کلي ترڅنګ په لویه لاره په رحمان الله نومې یو افغان کډوال ډزې کړي اؤ هغه یې ژوبل کړی ؤ.

پولیس وایي چې له ډزو وروستو میرویس یوسفزئ اؤ دهغه ملګري دچارسدې په لوري تښتیدلي وؤ.

ژوبل تن رحمان الله د رحمان الدین زوي پولیسو ته ویلي چې په میرویس سره یې څو ورځې وړاندې په پیښور کې په څه خبره خوله وهلې وه اؤ هغه پرې بیا د وژلو په نیت برید کړی.

تیره ورځ د پیښور د ټاؤن تاڼې پولیسو میرویس یوسفزئ د ټاؤن سیمې نه نیولی اؤ د جمعې په ورځ یې محکمې ته وړاندې کړی چې د محکمې لخوا زندان ته لیږل شوی.

کله چې وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې په پاکستان کې دافغانستان دسفیر ډاکټرعمرزاخیلوال نه ددغه قضیې په هکله نظر معلول وغوښتل نو هغه وویل چې په دغه هکله هیڅ معلومات نه لري.

خو مرستیال سفیر ښاغلي زردشت شمس بیا ډیوه ویب پاڼې ته وویل چې هغه هم ددغه موضوع څخه خبر دی خو میرویس یوسفزئ دا مهال په پیښور کې د ډپلوماټ دنده نه لري بلکې په افغان قونصلګرۍ کې د قونصل جنرال دسکتر په توګه کار کوي.

په پیښور کې افغان قونصل جنرال معین مرستیال ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې

وویل هغوئ په دغه قضیه کې دپاکستان لوړپوړو مقاماتو سره په تماس کې دي خو تر دې مهاله په میرویس یوسفزئ جرم ثابت شوی نه دی.

نوموړي وویل په کومه نیټه چې دغه پیښه ښودل کیږي په هغه نیټه میرویس یوسفزئ قونصلګرۍ کې خپله دنده ترسره کوله اؤ دوئ ددې خبرې پاخه ثبوتونه هم لري.

خو هغه واضحه کړه چې هیچرې به دخپل یو مامور په طرف ونه دریږي اؤ یوازې دحق اؤ انصاف ملګرتیا به کوي.

قونصل جنرال ددې خبرې څخه انکار وکړو چې ګنې میرویس یاسیني دهغه سکتر دی بلکې وئ ویل هغه دلته دیو عام ملازم په توګه کار کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG