لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روبوټ صوفیه اوس دسعودي وګړې ده خو حجاب به نه لري


سعودي روبوټ
سعودي روبوټ

په نړۍ کې په لمړي ځل سعودي عرب دهاغه هیواد ویاړ ترلاسه کړی چې یو روبوټ ته یې د خپلې خاورې وګړتوب ورکړی.

دغه روبوټ چې دیوې پیغلې په شکل جوړ دی اؤ نوم ورته صوفیه ورکړل شوي د سعودي پلازمینه ریاض کې یې په باقاعده ډول یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا هم کړې ده.

صوفیه په دغه کانفرنس کې برخه وال د خپلې دهغې خوشحالۍ نه خبر کړي چې د سعودي په وګړتوب ترلاسه کولو یې موندلې ده.

ددغه کانفرنس په مهال نه خو د صوفیه حجاب اچولی ؤ اؤ نه یې برقعه په تن وه.

د سعودي دقوانینو له مخې ددغه هیواد ښځې وګړي نه شي کولی چې دخلکو مینځ کې سرتور سر یا بغیر برقعې کښیني.

همدغه وجه ده چې صوفیه ته د سعودي د وګړتوب ورکولو سره سم په سعودي اؤ ټوله نړۍ کې دا پوښتنې راولاړې شوي دي چې ایا صوفیه ته به په سعودي کې دعامو ښځو په پرتله زیات حقونه ترلاسه وي؟

کانفرنس ته پخپله وینا کې صوفیه د سعودي دحکومت څخه مننه وکړه اؤ وئ ویل “ویاړم چې ماته د سعودي د وګړتوب راکولو ویاړ رابخښل شوی”

په انساني تاریخ کې دا لمړی ځل دی چې اوس به په نړۍ کې یو روبوټ د یو هیواد د وګړي په توګه پیژندل کیږي.

د صوفیه د وګړتوب چرچې په سوشل میډیا هم خپرې شوي دي اؤ په ملینونو خلک په دغه هکله خپل نظرونه څرګندوي.

په ټوئټر خو بیا د” صوفیه په ښځو د څارنې ختمولو غږ کوي”

په سرخط یو هیش ټیګ هم جوړ کړی شوی .

باید وویل شي په منځني ختیز کې چې یوه ښځه بهر ته ځي نو دمحرم تګ ورسره ضروري وي اؤ دښځې دپاره هر کار اؤ عمل دهغې محرم ترسره کوي.

خو د موددي الجوهاني په نوم یوه میرمن په ټوئټر لیکي چې هغه حیرانه ده چې د سعودي وګړې صوفیه به څنګه دمحرم څخه پرته بهر اوځي؟

دکریم چیهایه په نوم په نوم یو بل تن په ټوئټر د روهنګیا مسلمانانو ته په اشارې کولو سره لیکلي چې یو خوا په نړۍ کې په میلیونو انسانان د خاورې دحق نه محروم دي اؤ خپل ریاست نه مومي اؤ بلخوا یو روبوټ ته وګړتوب ورکول کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG