لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: ترهګري به ختموي که د پاکستان مرسته ورسره وي او که نه وي


ټېلرسن روانه مياشت د اسلام اباد سفر کړی ؤ.
ټېلرسن روانه مياشت د اسلام اباد سفر کړی ؤ.

د امريکې د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن ویلي، پاکستان ته د دې ويلو دپاره تلی ؤ چې واشنګټن په سيمه کې د ترهګرۍ نوغی اوباسي او که پاکستان يې مرسته نه کوي نو امريکا په به بله لاره عمل وکړي.

نوموړي ویلي دا دړکه نه ده بلکې حقيقت دی چې امريکا د ځمکنو حالاتو سره مقابله کول غواړي.

د امريکايي رسنيو ترمخه رېکس ټېلرسن ویلي پاکستان يې خبر کړی چې امريکا غواړي پاکستان ته دا کول دي، او غواړي چې پاکستان دې دا وکړي د پاکستان نه د کوم څيز غوښتنه نه کوي، پاکستان يو خپلواکه ملک دی، او پاکستان ته دا ټاکل دي چې څه وکړي.

د يورپ، منځني ختيځ او سويلي اسيا خپل اووه ورځني سفر وروستو خبريالانو سره په خبرو کې ښاغلي ټېلرسن ويلي هغه پاکستان ته وړانديز کړی دی چې د هند سره ورته د شخړې په هوارولو کې مرستې ته تيار دی خو بل لور ته هند پاکستان سره د مسلو په هوارو کې درېمه ډله شاملول نه غواړي.

نوموړي ويلي پاکستان ته يې ويلي د امریکا به د سویلي اسيا دپاره نوې تګ لاره باندې د اسلام اباد د مرستې کولو او نه کولو دواړو حالاتو کې عمل کوي ځکه د امريکا په خيال دا ضروري ده، او که پاکستان نه غواړي يا محسوسوي چې نشي کولی نو امريکا به خپل هدف د نورو لارو نه ترلاسه کوي.

ټېلرسن زياته کړې د امريکې د پاکستان سره ښه اړيکې دي خو امريکا يو ډېره جائز او قانوني کار کول غواړي، او امريکا په دغه لړکې مرستو ته اړتيا لري. هغه ويلي پاکستاني چارواکي يې خبرې کړي چې تاسو دا کار کولی شئ يا فېصله کولی شئ چې تاسو يې نشئ کولی نو امريکا خبر کړئ چې د بلې لارې يې د هوارولو دپاره خپله تګلاره کې بدلون وکړي.

هغه ويلي د امريکې دپاره دا مهمه نه ده چې وسله وال تندلاري د پاکستان په خاوره دي که د افغانستان، ځکه چې د دواړو ملکونو ترمنځ د پوليې ساتنه ډېره کمزورې ده. هغه زياته کړې د پاکستان نه غواړي چې د ځانګړو وسله والو په اړه ورته مالومات ورکړي، امريکا به يې ختم کړي دوي د پاکستان په غاړه دا کار وراچولی دی او د مالوماتو شريکولو وړانديز يې ورته کړی دی.

ټېلرسن ويلي د افغانستان، پاکستان او هند مشرانو ته يې د سويلي اسيا په اړوند د صدر ټرمپ تګلاره تشريح کړه، په دې تګلاره کې د پاکستان مهم کردار دی ځکه پاکستان په سيمه کې مهم کردار لوبولی شي، د پاکستان او امريکا د اوږدې مودې اړیکې دي خو د ترهګرۍ د نوغي ويستو دپاره پاکستان ته خپله زياته برخه اچول وي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان کې سوله او ثبات وي او ترهګر هلته نه وي تر ټولو زیاته ګټه به يې پاکستاني اولس ته وي، او هغه دغه پېغام د پاکستا ن وزيراعظم، د پوځ مشر او نورو لوړ پوړو چارواکو ته رسولی دی.

هغه ويلي د پاکستان وړومبی سفر يې ؤ ځکه يې زيات وخت د هغو خبرو اورېدو ته ورکړی دی او په خبرو کې دواړو غاړو ته د يو بل دريځ واورېدو.

د سويلي او ختيځې اسيا دپاره د امريکا د بهرنوچارو مرستیالې او پاکستان او افغانستان دپاره ځانګړې استازې اېلس ډبليوويلز د جمعې په ورځ ویلي ؤ پاکستان ته يې ويلي چې د ترهګرو په ضد د عملياتو او د طالبانو د خبرو مېز ته راوستو دپاره ورسره څو اوونۍ او څو مياشتې وخت دی. او که داسې يې ونکړه نو امریکا به د حالاتو سره سم بيا اقدام کوي.

اېلس ویلي ؤ د نوې تګلارې لاندې امریکا د پاکستان نه ځينې ځانګړې هيلې لري چې هغه څنګه داسې حالات راجوړولی شي چې طالبان د خبرو مېز ته راوستو کې مرستندویه وګرځي.

هغې هيله څرګنده کړې راتلونکو ورځو کې به پاکستان د خپلو ګټو دپاره د هغو ډلو په ضد عملي ګامونه پورته کړي کوم چې د پاکستان خاوره کاروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG