لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبرايجنسي: په پوله نښته کې دوه وسله وال وژل شوي


افغانستان سره په پوله نښته په داسې حال کې شوې چې د پاکستان پوځ وايي د ډېورنډ په کرښه ازغن تار لګوي
افغانستان سره په پوله نښته په داسې حال کې شوې چې د پاکستان پوځ وايي د ډېورنډ په کرښه ازغن تار لګوي

د پاکستان قبايلی سيمه خېبر ايجنسۍ کې افغانستان سره په پوله د وسله والو او ځايي حکومت پلوه امن لښکر ترمنځ نښته کې د دوه ترهګرو د وژنې ادعا شوې ده.

دولتي رسنۍ راپور ورکړی د پولې د پورې غاړې افغانستان نه د خېبرايجنسۍ زخه خېلو لوري ته وسله وال راوړېدل او ځايي حکومت پلوه امن لښکر يې مخه نيولې ده، او په جګړه کې دوه وسله وال وژل او نور بيرته تښتېدلي دي.

افغانستان سره په پوله نښته په داسې حال کې شوې چې د پاکستان پوځ وايي د ډېورنډ په کرښه ازغن تار لګوي چې د پولې د پورې غاړې نه راوړېدونکو وسله والو مخه ونيسي.

پوځ وايي د کرښې په ځینو حساسه سيمو يې ازغن تار لګولی او پوستې يې جوړې کړي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي خېبرايجنسۍ کې يې په وروستيو کې د وسله والو تندلارو په ضد ترسره کړو عملياتو کې سيمه د ترهګرو نه پاکه کړې ده او ډېری د پولې پورې غاړې افغانستان ته اوړېدلي دي.

چارواکي وايي د خېبرايجنسۍ ترڅنګ يې په پوله پرتو قبايلي سيمو کې حکومتي رټ په ځای کړی خو وخت په وخت په دغو سيمو کې امنيتي ځواکونو باندې وسله وال بريدونه کيږي او د ځايي امن لښکر مشرانو باندې وژونکي بريدونه ترسره کیږي.

يواځې روانه میاشت په وزیرستان او کرمه ايجنسۍ کې په امنيتي ځواکونو درې وژونکي بریدونه شوي دي.

د تېرې مياشتې په وروستيو کې د خېبرپه راجګال سيمه کې د پوځ يو افسر لفټننټ ارسلان وسله وال بريد کې وژل شوی ؤ.

پاکستان او افغانستان د تېرې اوږدې مودې نه په پوله دواړو غاړو ته د وسله والو ترهګرو اوړېدو تورونه لګوي خو کابل او اسلام اباد دغه راز تورونه ردوي چې خپله خاوره د بل کوم هېواد په ضد کاروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG