لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صحافیانو په پاکستان کې په خبریالانو د حملو غندنه وکړه


په کراچۍ کې د خبریالانو د احتجاج تصویر
په کراچۍ کې د خبریالانو د احتجاج تصویر

په پاکستان کې په صحافیانو د حملو، زور زیاتي، تشدد او د ویرول کیدو خلاف په کراچۍ، لاهور او اسلام آباد کې خبریالانو احتجاج وکړو او صحافیانو لپاره یې د تحفظ غوښتنه وکړه.

احتجاج کونکو په خبریال احمد نوراني د حملې غندنه وکړه.

احمد نوراني د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاڼې "دي نیوز" خبریال دی او د اکتوبر د میاشت په ٢٧ مه نیټه پرې په اسلام کې نامعلومه مسلح کسانو حمله وکړه او د تشدد ښکار یې کړو.

د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي احمد نوراني په ورستیو کې ډیر په تفصیل لیکل کړې وو چې نوازشریف د یوې پوځي استخباراتي ادارې د تحقیقاتو په نتیجه کې د وزیراعظم د څوکۍ نه لرې کړی شوی دی. پوځ وايي د نواز شریف په لرې کیدو کې لاس نه لري.

د صحافیانو د تحفظ او د مبطوعاتو د ازادۍ نړي وال تنظیمونه پاکستان د خبریالانو لپاره خطرناک هیواد گڼي او وايي په هیواد کې نه یوازې تندروه وسله والې ډلې بلکې بعضې ریاستي ادارې خبریالان په ازاده توگه خپلې دندې ته نه پریږدي.

پوځ په خبریال احمد نوراني د حملې غندنه کړې ده. د پوځ د مطبوعاتو څانگې په خپله ویب پاڼه ویلي په ښاغلي نوراني حمله د اړي گړي راپارولو کوښښ دی.

تیره هفته په بلوچستان کې د یوې وسله والې ډلې د دړکو په وجه د څو ورځو لپاره ورځپاڼې نه وې ویشل شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG