لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: د پوليو ټيم په ساتونکو بريد کې درې سرتيري ژوبل


د باجوړ د پوليټيکل انتظاميې ترمخه د ايجنسۍ خار تحصيل په جنت شاه سيمه کې دغه پېښه نن د سه شنبې په سهار رامنځته شوې ده.
د باجوړ د پوليټيکل انتظاميې ترمخه د ايجنسۍ خار تحصيل په جنت شاه سيمه کې دغه پېښه نن د سه شنبې په سهار رامنځته شوې ده.

په قبايلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکو ډلې په ساتنه مامورو ليويز سرتېرو چاؤدنه شوې، او درې سرتيري پکې ژوبل شوي دي.

د باجوړ د پوليټيکل انتظاميې ترمخه د ايجنسۍ خار تحصيل په جنت شاه سيمه کې دغه پېښه نن د سه شنبې په سهار رامنځته شوې ده.

چارواکو ويلي د ليويز سرتيري سهار په اته بجې د پوليو ټيم د ساتنې ډيوټۍ له روان ؤ او په وچ خوړ سيمه کې پرې ماين چاؤدنه شوې ده.

پېښه کې ژوبل سرتيري سعیدالله، شفيع الله او زاهد نوميږي، چارواکو ويلي سرتيري معمولي ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وېنا د پېښې وروستو په علاقه کې سخت امنيتي ګامونه پورته کړی شوي او د پوليو کمپاين روان دی.

د دوشنبې په ورځ قبايلي سیمو کې د پوليو ضد څاڅکو درې ورځنی کمپاين پېل شوی دی.

د پاکستان په قبايلي سيمو او ملک په بېلابيلو برخو کې له دې وړاندې هم د پولیو څاڅکو ورکونکو ډلو او ساتونکو باندې وژونکي بريدونه شوي دي.

Recommended

XS
SM
MD
LG