لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینې ماڼۍ پاکستان ته ورکړی دترهګرو ډلو نوملړ جاري کړی


دپاکستان داقرار اؤ انکار تر څنګ په نړیواله دسپینې ماڼۍ له لوري دهاغو ۲۰ؤ ترهګرو تنظیمونو نومونه مخې ته راغلي چې امریکا یې پاکستان ته فهرست ورکړی دی.

خو پاکستان یې بیا هم نه مني اؤ وایي دامریکا لخوا دترهګرو د نوملړ ورکولو نه هیڅ خبرتیا نه لري.

دامریکې خارخه وزیر ریکس ټیلرسن وایي واشنګټن اسلام اباد ته د صدر ټرمپ دا پیغام په ډاکه کړی چې دحقاني نیټ ورک اؤ طالبانو په ضد باید ګامونه واخلي.

دپاکستان انکار اؤ اقرار

دپاکستان خارخه وزیر خواجه اصف تیره اوونۍ منلې وه چې دامریکې دبهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د ۷۵ کسانو فهرست سپارلی دی خو وروستو ددغه هیواد وزیراعظم شاهد خاقان عباسي دخارجه وزیر په خبره منکر شوی ؤ اؤ ویلي یې وؤ‌چې امریکې پاکستان ته دترهګرو هیڅ فهرست نه دی سپارلی.

دزیارت په ورځ په نړیواله میډیا دهاغو تنظیمونو نومونه مخې ته راغلي چې امریکا یې په ضد ګامونو اخستو دپاره ورځ په ورځ په پاکستان فشارونه سیوا کوي.

دغه فهرست چې دامریکا دسپینې ماڼۍ لخوا جوړ شوی اؤ دامریکې دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن اسلام اباد ته دخپل سفر په مهال پاکستاني چارواکو ته سپارلی ؤ پسر کې پکې د دحقاني ډلې نوم شامل دی.

دامریکې دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن امریکایي سنییټرانو ته ددغه داحوال تیرولو په وخت ویلي چې امریکا اؤ پاکستان دترهګرو په اړوند یو بل ته معلومات ورکوي اؤ دې لړکې چې امریکې پاکستان ته کوم معلومات ورکړي دي هغه د انفرادي نومونو نه ور په اخوا دي..

نوملړ کې دکومو ډلو نومونه شامل دي

سپینې ماڼۍ چې د ترهګرو کوم نوملړ جاري کړی په هغې کې دغه ورانکاري تنظیمونه په دریوؤ ډلو کې ویشل شوي دي.

په دغو دریوؤ ډلو کې یوه هاغه ده چې افغانستان کې ترهګریز بریدونه کوي، دوهمه پاکستان کې اؤ دریمه کشمیر کې په ورانکاریو بوخته ده.

په دغه نوملړ کې دحقاني ډلې نوم پسر کې ورکړل شوی اؤ امریکا وایي دا ترهګره ډله پاکستان کې خپلې خوندي ځالې لري چې دلته نه دناټو اؤ افغانستان په ځواکونو بریدونه کوي.

خو پاکستان دامریکې دغه تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې ددغه ډلې جنګیالي اوس افغانستان کې فعاله دي.

دامریکې په نوملړ کې چې د کومو ترهګرو تنظیمونو یادؤنه شوې په هغې کې حقاني نیټ ورک،حرکت المجاهدین،جماعت الاحرار،جمات الدعوه القران، طارق ګډر ګروپ،‌اسلامي انقلابي ګارډ ګروپ، کمانډر نظیر ګروپ،هندي مجاهدین،اسلامي جهاد یونین،اسلامي موومنټ ازبکستان،داعش خراسان ګروپ، دالقاعده برصغیر، اؤ ترکستان اسلامي ګوند نومونه شامل دي.

کومه ترهګره ډله کوم اهداف په نخښه کوي

امریکا وایي چې پاکستان کې میشته دحافظ سعید لښکر طیبه، دا مهال دبرصغیر تر ټولو ستر فعال اؤ منظم تنظیم دی چې په کال ۲۰۰۱کې د هند په پارلمان د برید اؤ‌کال ۲۰۰۸م کې د ممبۍ دترهګریزو بریدونو پړه پغاړه لري.دلښکر جهنګوي په هکله دامریکې دعوه ده چې دا ترهګره ډله پاکستان کې فرقه ایزه پیښو کې ککړه ده اؤ زیاتره شیعه ورورولي په بخښه کوي.

دپاکستاني طالبانو هکله امریکې ویلي چې دغه ترهګره ډله دخپل بیرغ لاندې سیمه کې موجودو نورو ترهګرو ډلو ته تحفظ ورکوي .

وایي دغه ډله وړاندې پاکستان اؤ اوس امریکا کې فعاله ده اؤ غواړي سیمه کې دخپلې مرضۍ شریعت په خلکو نافذ کړي

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ښاغلي ډاکټر فیصل دزیارت په ورځ خبریالانو ته پاکستان امریکا سره په اوسنیو تماسونو کې د ترهګرۍ دمخنیوي په ګډون په ټولو معاملو خبرې کړي خو دترهګرو د فهرستونو د راکړې ورکړې په هکله ورته هیڅ علم نشته

تیره ورځ دامریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن ویلي وؤ چې پاکستان ترې دترهګرو ډلو په هکله معلومات غوښتي اؤ ورته یې ویلي چې که امریکا دغه معلومات ورکړي نو پاکستان تیار دی چې ددغو ډلو په ضد ګامونه واخلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG