لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان په نړۍ کې د خبريالانو دپاره دوېم خطرناک هېواد دی


د افغانستان په رنګ پاکستان هم په نړۍ کې د خبريالانو دپاره خطرناکو شمارېدونکو هېوادونو کې شامل دی.
د افغانستان په رنګ پاکستان هم په نړۍ کې د خبريالانو دپاره خطرناکو شمارېدونکو هېوادونو کې شامل دی.

افغانستان کې د خبريالانو د خونديتوب دپاره کارکوونکې کمېټۍ (ای جی اېس سي) ويلي افغانستان په نړۍ کې د خبريالانو دپاره دوېم خطرناک هېواد دی.

د افغانستان په رنګ پاکستان هم په نړۍ کې د خبريالانو دپاره خطرناکو شمارېدونکو هېوادونو کې شامل دی.

د افغان خبريالانو د کمېټۍ ترمخه روان کال تراوسه پورې په افغانستان کې لس خبريالان وژل شوي د ۱۰۰ پورې نورو باندې د تشدد پېښې ثبت شوي دي.

په خبريالانو بريدونو کې د ککړو کسانود نه نيولو د دود ختمولو د ورځې په مناسبت راجوړه غونډه کې د افغان خبريالانو د کمېټۍ مشر صديق الله توحيدي ويلي، سږ کال په ګرده نړۍ کې نزدې ۱۰۰۰ خبريالان وژل شوي او افغانستان په دې شمېره کې په دوېم نمبر دی.

د کمېټۍ ترمخه دا وخت شام په نړۍ کې د خبريالانو دپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې يوناما هم په خبريالانو د تشدد په پېښو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي اداره او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو امنيتي شورا د بيان د ازادۍ د ملاتړ کولو دپاره ژمنه ده.

څیړونکي او خبريالان وايي افغانستان کې ښځينه خبريالانې د ډېری چېلنجونو سره مخ دي.

په پاکستان کې د خبريالانو د حقونو او تحفظ دپاره کارکوونکي تنظيم فريډم نېټ ورک ترمخه روان کال په ملک کې شپږ خبريالان وژل شوي دي.

په خبريالانو د تشدد تازه پېښو کې تېره مياشت په صوابۍ کې يو خبريال هارون وژل شوی او نزدې يوه اوونۍ وړاندې د پاکستان پلازمینې اسلام اباد په زړه کې د يوې ځايي انګرېزۍ ورځپاڼې خبريال احمدنوراني باندې باندې نامالومه کسانو بريد کړی او ژوبل کړی ؤ.

پاکستان کې خبريالان وايي، خبريالان وژل کيږي تشدد پرې کیږي خو په دغوپېښو کې ککړ کسان نيول کيږي نا.

پاکستان کې خبريالان وايي د رياستي ادارو، غېر رياستي ډلو، تندروه او مذهبي ډلو او وخت په وخت د سياسي ګوندونو نه ورته ګواښونه کيږي.

د خبريالانو د تحفظ دپاره کار کوونکي نړيوال تنظيم سي پي جی ترمخه پاکستان اوس هم د خبريالانو دپاره په خطرناکو هېوادونو کې شمار دی او دلته د کال ۱۹۹۲ نه تراوسه پورې ۱۱۶ خبريالان وژل شوي دی.

خبريالان او د خبريالانو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي، د پاکستان نه يواځې قبايلي سيمې او بلوچستان د خبريالانو دپاره ډېرې خطرناکې علاقې دي، بلکې د ملک په هره برخه کې د هغه ځای په حساب خبريالانو ته خطرې ورپېښې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG