لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت واټس اپ اؤ ټیلګرم بندوي


د واټس اپ اؤ ټیګرم بندولو پریکړه دامنیتي وجوهاتو له امله شوې ده
د واټس اپ اؤ ټیګرم بندولو پریکړه دامنیتي وجوهاتو له امله شوې ده

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي د وټس اپ او ټیلګرم د ټولنیزو رسنیو د بندولو په اړه پریکړه یې د افغان حکومت د امنیتي ادارو په غوښتنه کړې ده.

د دې پریکړې له مخې به د شلو ورځو لپاره په افغانستان کې د وټس اپ او ټیلګرم ټولنیزو رسنیو څخه کاراخیستل وځنډول شي.

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې "اترا"یو چارواکي د نوم د نه ښودلو پر شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا پریکړه د امنیتي اندیښنو له مخې شوې، چې یوازې د شلو ورځو لپاره به د ټولو مخابراتي شرکتونو له خوا عملي شي.

دغه چارواکي وویل په دې هکله وروستۍ پریکړه به سبا ته د شنبې په ورځ اعلان شي.

که څه هم د جمعې په ورځ په افغانستان کې د دغو دواړو ټولنیزو رسنیو په واسطه د پیغامونو لیږد رالیږد دوام درلود، خو د "افغان ټلې کام شرکت"چې نیم دولتي شرکت دی، یو شمیر مشتریانو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې د پیغامونو په لیږد رالیږد کې یې ستونزې لرلې.

د افغان حکومت د رسمي اعلان وړاندې ددغو دوو ټولنیزو رسنیو د فعالیت د ځنډ خبرونه په ټولنیرو رسنیو کې خپاره شوي وو.

په ټولنیزو رسنیو کې له د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې "اترا"مرستیال انجینر نقیب الله سیلاب په لاسلیک د انټرنیټي خدمتونو د برابرولو یوې ادارې " یونین ټلې کام" شرکت ته د تلې پر ۳۰ مه ورځ او بیا د لړم د میاشتې په لسمه د پنجشنبې په ورځ مکتوبونه استول شوي او ور څخه پرته د ځنډ څخه د شلو ورځو لپاره د وټس اپ او ټیلګرام د ټولنیزو رسنیو د بندولو غوښتنه شوې ده.

همداشان دغه شرکت ته په دغه استول شوي یومکتوب کې غوښتل شوي چې د لیست له مخې دې په لیست کې د شاملو اشخاصو د انټرنیټي پاڼو، د ټویټر او فیسبوک د حسابونه بند کړي.

خو د دغو اشخاصو نومونه نه دي په ډاګه شوي.

دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت په رسمي ډول ددوو ټولنیزو رسنیو فعالیت ځنډوي.

پر وټس اپ او ټیلګرام ټولنیزو رسنیو د افغان حکومت له خوا د بندیز پریکړه، د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ملاتړ ادارو د غبرګون سره مخ شوې ده.

د " نی" په نوم په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ د ادارې یو چارواکي فهیم صابر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د حکومت پریکړې باید د قانون په چوکات کې وي او له قانونه بهر پریکړې د رسنیو ملاتړ ادارو ته د منلو نه دي.

ښاغلي صابر وویل " هر هغه عمل چې د بیان ازادي محدوده کړي مونږ به یې پر وړاندې ودریږو".

په افغانستان کې د انټرنیټي خدمتونو د پراختیا سره په دغه هیواد کې د ټولنیزو رسنیو څخه کاراخیستل هم زیات شوي دي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د معلوماتو له مخې اوس په افغانستان کې تر اته نیم میلیونو پورې خلک انټرنیټ ته لاس رسی لري، چې د نورو ټولنیزو رسنیو پرتله د فیسبوک د کارونکو شمیر خورا زیات دی.

(دامریکا غږ اشنا په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG