لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قامي اسمبلۍ کې د نوو حلقه بنديانو بِل وروستی کړی شوی


د قامي اسمبلۍ د ننۍ (جمعې) د ورځې غونډه کې د حلقه بنديانو په اړوند بِل په ايجنډا کې شامل ؤ.
د قامي اسمبلۍ د ننۍ (جمعې) د ورځې غونډه کې د حلقه بنديانو په اړوند بِل په ايجنډا کې شامل ؤ.

په قامي اسمبلۍ کې د نوو انتخابي حلقه بنديانو په اړوند ائين کې د بدلون دپاره بِل نه دی وړاندی کړی شوی ځکه چې د قانون وزير موجود نه ؤ.

د قامي اسمبلۍ د ننۍ (جمعې) د ورځې غونډه کې د حلقه بنديانو په اړوند بِل په ايجنډا کې شامل ؤ.

چې کله د بِل وړاندې کولو دپاره مرستیال سپيکر د قانون وزير زاهدحامد نوم واخستو نو هغه په پارلمان کې موجود نه ؤ.

وروستو سپيکر مرکزي وزير عبدالقادر بلوچ مخاطب کړی او نوموړي وزير ورته د بِل وروستو کولو ویلي دي.

په پارلمان کې د موجودو سياسي ګوندونو مشران روانه اوونۍ په يوه غونډه کې صلاح شوي چې د نوې سرشمېرنې په حساب د قامي او صوبايي اسمبلیانو حلقه بندۍ وکړي، او د دغو حلقه بنديانو دپاره قانوني مسوده نن پارلمان ته وړاندې کول وو.

دوه ورځې وړاندې د حلقه بندو په اوړند د سياسي ګوندونو د مشرانو سره د ليدو وروستو سپيکر ايازصادق ويلي ؤ د سرشمېرنې وروستو به په خېبرپښتونخوا، بلوچستان او اسلام اباد کې د قامي اسمبلۍ چوکۍ سېوا شي خو دپارلمان د غړو ټوله شمېره به ۲۷۲ وي.

د قامي اسمبلۍ په ټولو ۳۴۲ چوکو کې ۲۷۲ په انتخاباتو کې منتخب کيږی، او په پاتې نورو چوکو ښځې او اقليتي غړي راوستی شي.

نن د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د بلوچستان نېشنل ګوند (مېنګل) غړي عيسی نوري په کوټه کې د ښځو اوماشومانو په بې درکۍ د پارلمان نه واک اؤټ کړی دی.

بلوچستان کې بېلتون خوښې ډلې او قام پرست بلوچ ګوندونه د پاکستان په امنيتي ادارو تور لګوي چې د بلوچ بېلتون خوښي مشر الله نذر ښځه او بچي او څو نورې ښځې يې نيولي دي.

د بلوچستان صوبايي حکومت د افغانستان سره لګېدلې چمن په پوله د درېو ښځو د نيولو پخلی کوي اود کورنو چارو وزير مملکت طلال چودري دوه ورځې وړاندې ويلي ؤ د جمعې په ورځ به پارلمان ته پوره مالومات وړاندې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG