لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ وایي‌ دکډوالو امریکا ته دراتګ اوسنی نظام نور د منلو نه دی


دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي په نیویارک د اوسنیو بریدونو وروسته دکډوالو دکورنیو امریکا ته د راتګ نظام اوس نور د منلو نه دی.

په ټوئټر خپل یو پیغام کې صدر ټرمپ لیکلي “امریکا ته پرله پسې د راکډوال کیدو لړۍ اوس ختمیدل پکار ده، ځینې خلک دلته راشي اؤ بیا ځان پسې ټوله کورنۍ راغواړي چې دا بې کچه خطرناک عمل ثابیتیدلی شي اؤ مونږ دپاره دمنلو نه دی”

دامریکا دلوري په کډوالو دغه بندیز سره په لکونو کډوال اغیزمن کیدلی شي چې پکې د جنوبي ایشیاء په زرګونو خلک هم شامل دي.

دامریکې صدر اعلان کړی چې هغه د ویزه لاټرۍ پروګرام هم ختموي چې دهغې په اساس به امریکا کې دمیشته کډوالو په شمیره قابو موندلی اؤ دهاغو هیوادونو وګړي غوره کولی شي چې پکې دپینځوؤ کالو په مهال دکډوالۍ کچه بیخي ټیټه وه.

په امریکا کې د ویزه لاټرۍ پروګرام د ۱۹۹۰ دامیګریشن ایکټ لاندې پیل کړل شوی ؤ.

ډانلډ ټرمپ مخالفو ګوندونو باندې هم نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چې دهغه انتظامیه غواړي دکډوالۍ نظام په وړتیا اډاڼه کړي .

هغه ویلي چې اوس به د ډیموکراټان هیڅ یو دلاټرۍ نظام هیواد کې نه چلیږي.

“دامریکې صدر ویلي چې ترهګر زمونږ خاورې ته د ویزا لاټرۍ پروګرام دلارې راننوځي اؤ مونږ ته په میرټ دیو نظام خپلولو ضرورت دی”

صدر ټرمپ تیرکال دخپل انتخابي مهم په مهال اعلان کړی ؤ چې امریکا ته د ورتلونکو کډوالو په هکله به سخت ګامونه اخلي اؤ وروستو چې کله دهیواد صدر شو نو په دغه هکله یې ځینې سرکاري حکمونه هم وکړل خو په کانګریس اؤ دامریکا مرکزي محکمو کې د صدر ټرمپ په دغو حکمونو سختې نیوکې شوې وې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG