لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: له پنځه کلنۍ څخه د کم عمره ماشومانو د مړینې کچه کمه شویده


د تیرو ۲۵ کالو راهیسې نړۍ د ماشومانو د ژوند په بچ کولو کې پرمختګ کړی. دا لومړی ځل دی، چې د ماشومانو د مړینې شمېره له شپږو میلیونو څخه راکمه شویده.

د ملګروملتونو د یوه نوي راپور له مخې، ددغو مرګونو مخنیوي هم کیدای شي.

په کال ۱۹۹۰ کې په نړي کې هره ورځ ۳۵۰۰۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکاوه خو تیر کال دغه شمېره ۱۵۰۰۰ ته کمه شویده.

د روغتیا د نړیوالې ادارې ډاکټره فلاویا بسټریو وایي:

"ډیر ښه پرمختګ شوی او پر مخ روان دی خو په هغه اندازه تیز هم نه دی په کومه اندازه چې په کار دی. زه پدې خبرې ټینګار کوم چې نور ماشومان هم د ساینسي پوهې، وسایلو او اسانتیاوو په ترڅ کې چې له مونږ سره دي ژوندي پاتې کیدای شي."

د ملګرو ملتونو پدغه راپور کې وړاندې راغلي دي، هر کال په میلیونونو ماشومان له پنځه کلنۍ څخه مخکې مړه کیږي چې په هغو کې زیاتره د ملاریا، نمونیا او نس ناستې له امله وي کومې چې د مخنیوي وړ ناروغۍ دي.

د ماشومانو د مړینې له نیمایي څخه زیاته شمېره د خوړو د کموالي (مل نیوټریشن) له امله وي او روغتیايي کارکونکي دغه ډول ماشومان د وزن د کموالي له امله پیژني.

که څه هم نن زیات ماشومان د خپل عمر پنځمې کالیزې ته رسیږي خو د ملګروملتونو دغه نوی راپور وایي، د ۴۶ سلنه ماشومانو مړینه له زیږیدو وروسته په لومړۍ میاشت کې وي.

ډاکټر فلاویا بسټریو وايي، دغه ماشومان چې د زېږیدو وروسته په لومړۍ میاشت کې مري، یو دلیل یې دا دی چې له وخت څخه وړاندې پیدا کیږي او به دلیل یې د زیږیدو پرمهال د کم وزن لرل دي.

د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان زیاتره وخت د ملاریا له امله هم مري. د ملاریا ناروغۍ په افریقايی هېوادونو او د اسیا په ځینو برخو کې د نړۍ د نورو برخو په پرتله زیاته ده.

ملګري ملتونه وايی، له پنځو کالو څخه مخکې د ماشومانو د مړینې په شمېر کې د کموالي سره سره ۶۰ میلیونه ماشومان به له اوس نه تر ۲۰۳۰ کاله پورې په نړۍ کې ومري چې نیمايي به یې بیا هم د ژوندانه په لومړۍ میاشت کې وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG