د افغانستان په لوګر ولايت کې د عملياتو په مهال ژوبل شوي امريکايي پوځي د شنبې په ورځ مازيګر ژوند د لاسه ورکړی دی.
د وژل شوي سرتيري په اړوند نور تفصيل نه دی ورکړی شوی.
افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن ويلي، " افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په استازيتوب د خپل (وژل شوي) ورور د کورنۍ سره ژوره خواخوږي کوو".
نکلسن ويلي، " د دغه غمجنې پېښې باوجود، مونږ د افغانستان خلکو سره ژمن يو او په ګډه د ترهګرۍ ضد جګړه کې به يې ملاتړ دوامداره ساتو".
د قاطع ملاتړ ماموريت د ځواک په بيان کې ويل شوي نور تفصيل به وروستو وړاندې کړی شي.
نزدې يوه اوونۍ وړاندې هم په لوګر کې د نړیوالو ځواکونو د هيلي کاپټر غورځېدو پېښه کې يو امريکايي پوځي وژل شوی ؤ.
په دغه پېښه کې شپږ امريکاي پوځيان ژوبل شوي هم وو.
چارواکو ويلي ؤ هيلي کاپټر د دښمن د عملیاتو څخه نه دی راغورځېدلی.