لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قاضيان او پوځي افسران د قانون څخه برنه دي


د کال ١٩٧٣ نه تر اوسه پورې يو داسې قاضي ته سزا نه ده ورکړې په چا چې د غبن تورونه لګيدلي دي.
د کال ١٩٧٣ نه تر اوسه پورې يو داسې قاضي ته سزا نه ده ورکړې په چا چې د غبن تورونه لګيدلي دي.

د پاکستان د ريټايرډ پوځي افسرانو تنظيم په دې اندېښنه څرګنده کړې چې د احتساب جوړېدونکي قانون څخه د هېواد اعلٰی پوځي افسران او قاضيان بهر ولې ويستلی شي.

دوي غوښتنه کړې بايد د دغو محکموکارمندان دې هم د مجوزه احتساب قانون چوکاټ کې راوستی شي.

د پاکستان د پوځ د پخوانو افسرانو دې تنظيم قانوني څانګې پرېکړه کړې چې پکې ويل شوي لوړ پوړي قاضيان او پوځي افسران د قانون نه بر نه دي ځکه د دوي دې هم احتساب وشي.

دې تنظيم تور لګولی چې موجوده نظام کې چې يو پوځي افسر يا قاضي په بډو رشوتونو کې ککړ وي نو خپلې ادارې ورسره سختي نه کوي او زياتره داسي تنان بيا ريټايرمنټ واخلي او باوجود دې چي غبن يې کړی وي د پېنشن په شکل کښي ورته ټولې اسانتياوې هم وکړی شي.

د دغو غوښتنو په اړوند د عوامي نيشنل ګوند زاهدخان وايي څنګه چې هر وخت د پارلمان د غړو د احتساب خبره کيږي بايد دغه شان د پوځ او عدليې احتساب هم وشي.

زاهد خان وايي که چري د پوځي افسرانو او ججانو د احتساب دپاره خپلو ادارو کې دننه نظام موجود دی نو بيا دپارلماني غړو احتساب هم ولس کوي، بيا د احستاب اداره يې ولې پلټنې کوي.

په ملک کې د قاضيانو احتساب دپاره په جوډيشل کونسل نومې اداره موجود ده خو راپورونه وايي دې ادارې د کال ١٩٧٣ نه تر اوسه پورې يو داسې قاضي ته سزا نه ده ورکړې په چا چې د غبن تورونه لګيدلي دي.

د پخوانو پوځي افسرانو دې تنظيم د پوځ او عدليي د چارواکود احتساب خبره په داسې حال کې کړې ده چې په تېرو نزدو وروځو کې يوې پارليماني کميټۍ د احتساب نوي وړاندې کېدونکي قانون کې ويلي پوځ او عدليه دې د احتساب د عمل نه بهر وساتل شي.

په دغه وړانديز کې ويل شوي په دې معامله ټول سياسي ګوندونه اتفاق لري چې د پوځ او عدليې احتساب په ادارو دننه کيږي ځکه دغه دواړه ادارې دې د احتساب عمومي قانون نه بهر وساتلی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG