لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان: وسله وال بريد کې دوه پولیس وژل شوي


مردان کې له دې وړاندې هم په پولیس باندې دغه ډول وسله وال بريدونه شوي دي.
مردان کې له دې وړاندې هم په پولیس باندې دغه ډول وسله وال بريدونه شوي دي.

د خېبرپښتونخوا مردان ضلع کې د پوليس په يوه پوسته وسله وال بريد کې لږ تر لږه دوه پولیس وژل شوي دي.

د مردان د پولیسو وياند فرمان علي خان په وېنا دغه پېښه نن د دوشنبې يا ګل په سهار د شېرګړه په شګو ناکه پوسته باندې رامنځته شوې ده.

د پوليسو وياند پخلی وکړی چې نامالومو وسله والو په پوسته موجود پوليسو باندې ډزې کړي چې له امله يو پولیس په ځای ژوند د لاسه ورکړی او بل په روغتون کې ساه ورکړې ده.

هغه وويل په وژل شوؤ کې يو حوالدار فرهاد علي او سپاهي محمدنوازشامل دي.

د فرمان په وېنا لوړ پوړي پوليس چارواکي وايي د پېښې موقعې ته رسېدلي، په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي او پلټنې پېل کړی شوي دي.​

مردان کې له دې وړاندې هم په پولیس باندې دغه ډول وسله وال بريدونه شوي دي.

خو د پوليس وياند ترمخه تازه پېښه کې په سمدستي توګه دا نشي ويلی چې بريد چا کړی دی.

هغه وويل شېرګړه د ملاکنډ ضلعې چې (د صوبې د انتظام لاندې قبايلي سيمه) ده، د سخاکوټ سره يې پوله لګېدلې او په دغه ځای کې د نشه يي توکو قاچاق هم کيږي په ځينو وختونو کې د پولیس د قاچاقبرو سره هم نښتې کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG