لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاناما وروستو پېراډائز پېپرز کې د بل پخواني پاکستاني وزيراعظم نوم راغلی


شوکت عزيز د پخواني پوځي صدر پروېز مشرف په حکومت کې د کال ۲۰۰۴ م نه تر کال ۲۰۰۷م پورې وزيراعظم او د هغې نه وړاندې پينځه کاله د ملک د خزانې مرکزي وزير پاتې شوی ؤ.
شوکت عزيز د پخواني پوځي صدر پروېز مشرف په حکومت کې د کال ۲۰۰۴ م نه تر کال ۲۰۰۷م پورې وزيراعظم او د هغې نه وړاندې پينځه کاله د ملک د خزانې مرکزي وزير پاتې شوی ؤ.

د پاکستان يو بل پخواني وزیراعظم شوکت عزيز نوم په پېراډائز پېپرز کې مخې ته راغلی چې د ملک نه بهر يې اف شور کمپنۍ جوړې کړي دي.

د خبريالانو نړيوال تنظيم انټرنيشنل کنسورشيم اف انويسټيګيو جرنلسټس (ايي سي ايي جى) خپرو کړو اسنادو کې په ګوته کړی شوي چې د نړۍ طاقتورو شخصياتو خپلو ملکونو کې د ټيکسونو څخه بچ کېدو لپاره پيسه د ملک څخه بهر ليږلې اوهلته پرې کاروبارونه کوي.

شوکت عزيز د پخواني پوځي صدر پروېز مشرف په حکومت کې د کال ۲۰۰۴ م نه تر کال ۲۰۰۷م پورې وزيراعظم او د هغې نه وړاندې پينځه کاله د ملک د خزانې مرکزي وزير پاتې شوی ؤ.

ايي سي ايي جی چې د پېراډائز پېپرز اسناد خپاره کړي ويلی يې دي، شوکت عزيز د سياست نه وړاندې په سټي بېنک کې کار کولو، او " هغه د بېنک د نور افسرانو سره د ۱۹۹۷ نه تر ۱۹۹۹ پورې د بهامس رجسټرډ سيټرس لمټډ برخه پاتې شوی دی".

ايي سي ايي جی ويلي شوکت عزيز د کال ۲۰۰۳نه تر ۲۰۰۶م پورې د خزانې د وزارت سمبالولو وړاندې د ښځې، درې بچو او نمسۍ په نوم په امريکا کې د اېنټرکټک ټرسټ جوړ کړی ؤ، او د هغې اثاثې يې په پاکستان کې کله نه دي ښکاره کړي.

تنظيم ویلي ټاپو برمودا کې اېپل بی دفتر د اېنټرکټک ټرسټ خوندي کولو، او پېسو ته قانوني شکل ورکوونکي لاءفرم ويلي ؤ چې په کال ۲۰۱۲م کې په شوکت عزيز تورونه لګول شوي چې هغه خپلې پوره شتمنۍ نه دي ښکاره کړي، غبن يې کړی او د فنډونو ناسم استعمال کړی دی"، دغه ټرسټ په کال ۲۰۱۵ کې بيا بند کړی شوی ؤ.

ايي سي ايي جی ويلي شوکت عزيز چې پاکستان کې د خزانې وزير جوړېدو نه وړاندې چې هغه په سټي کارپورېشن کې ؤ، خپلې شتمنۍ جوړې کړي وې.

د عزيز وکيل ايي سي ايي جی ته ويلي د شتمنيو مقصد دا ؤ که هغه مړ شي چې سمدستي يې شتمنۍ کورنۍ ته ورکړی شي.

د شوکت عزیز د شتمنيو پاکستان کې نه ښکاره کولو په ځواب کې د هغه وکيل ویلي، د ټرسټ مالک سټي کارپورېشن ؤ عزيز نه ؤ، او په هغه او کورنۍ يې راتلونکي امريکايي ټول ټېکسونه ورکړي دي.

د انټرنيشنل کنسورشيم اف انوسټيګېټيو جرنلسټس په نوم د خبريالانو نړیوال تنظيم دی چې پکې د ۶۵ ملکونو د ۱۹۰ نه زيات خبريالان دي په پېراډئز پېپرز کې يې د ۱۳.۴ملينه فايلونه اسناد خپاره کړي دي.

د خبريالانو ياد تنظيم نزدې يو نيم کال وړاندې د پاناما پېپرز په نوم خپرو اسنادو کې د ګڼ شمېر نړیوالو سره د مخکني وزيراعظم نوازشريف د بچو نومونه مخې ته راغلي چې د ملک نه بهر يې جايداد جمع کړی دی.

بيا د نوازشريف د کورنۍ نه د پاناما په اړوند اوږدې پلټنې شوي،او سترې محکمې د روان کال جولايۍ په مياشت کې هغه د وزیراعظمۍ د چوکۍ نه لرې کړو.

د نوازشريف او بچو په ضد يې اوس د احتساب عدالت کې قضيې روانې دي.

د پېراډائز په تازه خپرو شوؤ اسنادو کې د برطانيې کوين الزبتهـ، د اردن ملکه نور، د امريکا د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن او د کېنېډا درې پخوانو وزيراعظمانو نومونه هم شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG