لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل: د شمشاد ټيلي ويژن په دفتر وسله وال بريد پای ته رسېدلی


چارواکي وايي افغان امنیتي ځواکونو سیمې ته رسیدلي دي.
چارواکي وايي افغان امنیتي ځواکونو سیمې ته رسیدلي دي.

د افغانستان پلازمينه کابل کې د شخصي ټيلي ويژن چېنل شمشاد ټي وي په دفتر وسله وال بريد پای ته رسېدلی، خپرونې بيرته روانې شوي او بريد کې د دفتر ۲۰ کارکوونکي پکې ژوبل شوي دي.

د افغانستان د کورنو چارو د وزارت ویاند نجيب دانش بريد کې د ټيلي ويژن د دوه ساتونکو د وژنې پخلی کړی دی.

د ځايي مطبوعاتو ترمخه په شمشاد ټيلي ويژن وسله وال بريد کې ۲۰ تنه ژوبل شوي او يو وژل شوی دی، د ټيلي ويژن خپرونې بيرته روانې شوي او برید پایې ته رسېدلی دی.

د ټيلي ويژن ټيلي ويژن ډائريکټر نيوز عابداحساس رسنيو سره په خبرو کې ویلي، دا د بيان په ازادۍ بريد دی په مطبوعاتو اود خلکو په اواز بريد دی.

هغه ويلي په مطبوعاتو نه دا وړومبی او نه دا وروستی بريد ګڼي او زياته کړې يې ده په دغه ډول بريدونو به د دويې اواز غلی نکړی شي.

عابد ويلي په دفتر يې بريدګر د پوليس په جامه کې راغلي، په ساتونکي يې لاسي بم ويشتی بيا يې دننه په نيوز روم کې ډزې پېل کړي دي.

نوموړي بريد کې د يو ساتونکي د وژنې پخلی کړی او ويلي يې دي دفتر کې کارکوونکي په کړکيانو بهر وتلي دي.

ځينې راپورونه وايي بريد کې دوه تنه وژل شوي دي.

طالبانو ويلي بريد دويې نه دی او راپورونه وايي داعش د بريد زمه واري منلې ده.

له دې وړاندې خبرـ

د ځايي مطبوعاتو ترمخه نن د سه شنبې په ورځ سهار د ټي وي چېنل د دفتر په دروازه اول ځانمرګي بريد کړی او د هغې وروستو څو نور وسله وال ودانۍ ته ننوي دي.

د کابل د پوليس وياند ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ آشنا ته ويلي، دوو بریدګرو د شمشاد په دفتر د لاسي بمونو له اچولو وروسته د دفتر ودانۍ ته دننه شوي دي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې افغان امنیتي ځواکونو سیمې ته رسیدلي دي.

چارواکو ويلي د بریدګرو هدف د شمشاد دفتر وو، خو تر اوسه په پيښه کې د اوښتې مرګ‌ ژوبلې په اړه کره خبر مخې ته نه دی راغلی.

د بريد وروستو د شمشاد خپرونې ودرېدلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG