لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سعودي باچا او ولي عهد باندې پوره باور لرو، ټرمپ


ټرمپ په خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې هغه "د سعودي عرب په باچا او ولي عهد پوره باور لري او هغه ته پته ده چې دوي (سعودي باچا او ولي عهد) څه کوي".
ټرمپ په خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې هغه "د سعودي عرب په باچا او ولي عهد پوره باور لري او هغه ته پته ده چې دوي (سعودي باچا او ولي عهد) څه کوي".

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د سعودي عرب د ولي عهد له خوا د خپل واک مضبوطولو لپاره په ظاهره توګه پورته کړې شوي ګامونه تاييد کړي دي.

د شهزاده محمدبن سلمان له خوا د غبن د مخنيوي کميټۍ تېره اونۍڅو شهزادګان، وزيران او پخواني وزيران نيولي. دا هر څه کارپوهان د باچا سلمان بن عبدالعزيز تر ټولو نيازبين زوي له خوا د هېواد مشرۍ ته راپېښ خنډان لرې کول بولي.

ټرمپ په خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې هغه "د سعودي عرب په باچا او ولي عهد پوره باور لري او هغه ته پته ده چې دوي (سعودي باچا او ولي عهد) څه کوي".

د امريکا صدر د نيول شوو کسانو په اړه ويلي چې "په دوي کې ځينو ډير کلونه د هېواد وسايل تروړلي دي".

د باور دې څرګندونې د امريکا او سعودي اړيکې نورې هم پياوړې کړې دي کوم چې د ټرمپ په صدارتي دور کې په يو ناوياته شکل کې ښه شوي دي. د دې ښه والي يو لامِل په ظاهره توګه د دواړو هېوادونو د مشرانو د سعودي عرب ازلي سيال ايران په اړه سخت دريځ دی.

يو امريکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نړيوالې خبري ادارې روئټرز ته ويلي چې شهزاده محمدبن سلمان د سعودي عرب د پاليسو لويه سرچينه جوړه شوې، هغه ډېر په تندۍ سره خپل مخالف خلک يو اړخ ته کړي دي، د فېصلې کولو واک باندې يې توجه ورکړې او خپل ځان يې د يو غېرمتنازع سعودي وارث په حېث ښودلی دی".

د ټرمپ زوم او سلاکار جيراډکشنر د سعودي ولي عهد سره نزدې اړيکې جوړې کړي او په دې ورستيو کې يې د سعودي عرب دوره هم کړې وه.

د امريکا پخواني صدر براک اوباما په وخت کې د امريکا او سعودي عرب اړيکې ترينګلې وې ځکه چې د ايران سره جوهري لوظنامې په ترڅ کې واشنګټن رياض ته کم ارزښت ورکولو.

خو ټرمپ انتظاميه دا ويلي چې هغوي په سيمه کې د ايران پرضد به په نور شدت سره مزاحمت کوي او هم دا سوچ د سعودي عرب د سوچ سره سمون خوري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG