لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټریفکي پېښه کې د کوهاټ ۲۴ تنه مړه شوي


پېښه کې ژوبل کسان د تله ګنګ، چکوال او پېنډۍ روغتونونو ته وړل شوي دي.
پېښه کې ژوبل کسان د تله ګنګ، چکوال او پېنډۍ روغتونونو ته وړل شوي دي.

د سورلو ډک بس چې د خېبرپښتونخوا د کوهاټ سیمې نه لاهور رايونډ ته په لار ؤ، د پنجاب په تله ګنګ سړک باندې د چهارشنبې په شپه د پله نه لاندې غورځېدلی ۲۴ مسافر پکې مړه او ۶۷ پکې ژوبل شوي دي.

د سيمې پوليس افسر محمدافضل مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي، بس کې د کوهاټ نه رايونډ ته مذهبي تبليغي غونډې ته خلک روان وو.

نوموړي پېښه کې د ۲۴ تنو د مړينې پخلی کړی او ويلي يې دي د ټولو مسافرو تعلق د کوهاټ سره دی.

پېښه کې ژوبل کسان د تله ګنګ، چکوال او پېنډۍ روغتونونو ته وړل شوي دي.

د پوليس افسر په وېنا بس په موټر وی د لړې يا دند له کبله په عام سړک يا جي ټي روډ باندې روان ؤ.

نوموړي ویلي ډرايور د سړک نه نااشنا ؤ او ګاډي يې تېز چلولو، او د پله د پاسه نه يې لاندې الوځولی دی.

ځينې راپورونه وايي د بس د بريک کار پرېښودو له امله ګاډی بی قابو شوی او لاندې لوېدلی دی.

پاکستان کې زياتره ټرېفکي پېښې د سړکونو د خرابوالي، ډرايورانو د کوتاهۍ او په ګاډو کې د حساب نه سېوا وزن بار کولو له امله رامنځته کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG