دافغانستان دهلمند ولایت چارواکي وایي ددغه ولايت د مرکز لښکرګاه په درېيمه امنيتي حوزه کې په سرحدي پوليسو یوځانمرګي بريد شوى چې پکې دوه پولیس عسکر وژل شوى او ٨ نور ټپيان دي.
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک خبریالانو ته ویلي چې دغه بريد دجمعې په سحر په بولان سيمه کې د سرحدي پوليسو په دوهم کنډک شوى دى.
هغه وایي چې په برید کې یوافغان عسکر وژل شوى او اته نور ټپيان دي خو دپولیسو چارواکي بیا د وژل شوؤ عسکرو شمیر دوه ښایي.
په هلمند کې د سرحدي پولیسو یو بل لوړ پوړي مشر سمونوال ظاهرګل مقبول وايي چاودنه دیو موټر دلارې شوې ده.
هغه ویلي چې پولیسو ددغه برید په هکله د وړاندې نه معلومات لرل خو موټر د خلکو له کورونو راتېر شوى او د څلورمې لوا د دوهم کنډک قرارګاه ته يې ځان رسولى او چاودنه ورکړل شوې ده.
سرچینې وایي د پيښې ټپیان په لښکرګاه کې د بیړنیو طبي مرستو یا ایمرجنسي روغتون ته د درملنې لپاره رسول شوي دي.
د دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په غاړه اخيستى دى.
په هلمند کې د امریکايي سرتیرو له بیا ورتګ سره د دې ولایت په مارجه، نادعلي، ګرشک او ناوې ولسوالیو کې د دولت د وسله والو مخالفینو پرضد نظامي عملیات له تیرو ۲ میاشتو راهیسی دوام ولري.
د هلمند د پوليسو ویاند عبدالسلام افغان امریکاغږ ته وويل چې د دولت وسله والو مخالفینو ته په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې درانه تلفات اوښتي او ډيري سیمي يې له حضور څخه پاکي شوي.