لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند کې بیا په امنیتي ځواکونو بمي برید شوی،۱مړ ۵ ژوبل


د هلمند چاودنه
د هلمند چاودنه

دافغانستان هلمند ولایت کې پرله پسې په دوهمه ورځ هم په امنیتي ځواکونو دموټري بم برید شوی چې پکې یوعسکر وژل شوی اؤ پینځه نور ژوبل دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک دخالي په ورځ خبریالانو ته ویلي چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د ناوې ولسوالۍ په شورشرک سيمه کې د ملي اردو مرکز ته څېرمه شوې ده.

هغه ویلي برید کوونکي چاودېدونکي توکي په ټانګ کې ځاى پر ځاى کړي ؤو او غوښتل یې چې د ملي اردو مرکز ته ننوځي خو ځواکونه پرې پوهه شوي وو او دغه کس هم هدف ته له رسېدو وړاندې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

دى وايي چې په دغه بريد کې يو سرتېرى وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.

د دغه بريد مسوولت تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخيستى.

له دې یوازې یوه ورځ دمخه دهلمند په بولان سیمه کې په سرحدي ځواکونو یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې دوه عسکر وژل شوي اؤ ۸ نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه برید پړه دحکومت مخالفه یاغي طالبانو تحریک په غاړه اخستې وه.

په هلمند کې د امریکايي سرتیرو له بیا ورتګ سره د دې ولایت په مارجه، نادعلي، ګرشک او ناوې ولسوالیو کې د دولت د وسله والو مخالفینو پرضد نظامي عملیات له تیرو ۲ میاشتو راهیسی دوام ولري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG