لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکاپاکستان ته د۳۵ کروړه ډالرو منظوري ورکړې خو ژور نظر به پرې ساتي


دامریکا ددفاع محکمې ته سپارښتنه شوې ده چې په پاکستان باید ژور نظر ولري
دامریکا ددفاع محکمې ته سپارښتنه شوې ده چې په پاکستان باید ژور نظر ولري

امریکایي کانګریس افغانستان کې د امریکا ملاتړ ته په دوام ورکولو پاکستان ته د همکارۍ د مرستو دپنګې(کولیشن سپورټ فنډ) په اساس د ۷۰ کروړه ډالرو ورکولو منظوري ورکړې ده.

خو ددې ترڅنګ دامریکا ددفاع محکمې ته سپارښتنه شوې ده چې په پاکستان باید ژور نظر ولري چې دغه پیسې د ترهګرو ډلو په مرسته ونه لګوي.

دهمکارۍ دپنګې څخه امریکا ته پاکستان ته ۷۰ کروړه ډالر ورکول وؤ خو د روان کال د جولایي په میاشت کې امریکا ددغو پیسو نه ۳۵ کروړه ډالر له دې امله ایسار کړل چې پاکستان دحقاني نیټ ورک دجنګیالو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد هیڅ ګټور ګامونه نه دي اخستي.

خو د راپورونو له مخې اوس دامریکا دنیشنل ډیفنس اتهارائیزیشن ایکټ( این ډي ای ای) ۲۰۱۸م په اساس دامریکې کانګریس ددغو پیسو پاکستان ته د ورکولو منظوري ورکړې ده.

ګانګریس دغه منظوري وروسته له هغې ورکړې چې دامریکا ددفاع وزیر په جاري کړي سند کې دپاکستان لخوا دحقاني ډلې دجنګیالو په ضد په ګامونو اخستو اطمینان ښکاره کړی.

د این ډي ای ای ایکټ له مخې به امریکا پاکستان ته دغه پیسې هاغه مهال ورکوي چې ددفاع وزیر کانګریس ته پخلی وکړي چې پاکستان دترهګرو دخوندي ځالو.دحقاني نیټ اؤ لشکرطیبه په ضد عملیات کوي اؤ دخپلې خاورې څخه ددغو جنګیالو خوندي ځالې له مینځه وړي.

ددې ترڅنګ به دامریکا ددفاع وزیر ته دا پخلی هم کول وي چې پاکستان پخپله لویدیزه پوله دترهګرو دفعالیتونو مخنیوي دپاره افغانستان سره کوټلې همکاري کوي اؤ دحقاني نیټ اؤ لشکرطیبه د لوړپوړو مشرانو دنیولو اؤ ورته دسزاګانو ورکولو هڅې هم کوي.

دامریکې ددفاع د وزیر لخوا ددغه پخلي وروسته ذکر شوې ماده کې دشوي بدلون په اساس کانګریس پاکستان ته د نورو ۳۵ؤ کروړو ډالرو د ورکولو منظوري ورکړې ده.

دپاکستان پوځي اؤ حکومتي چارواکو ددغو پیسو د ایساریدو نه وروسته دریځ خپل کړی ؤ چې امریکا نه مرستې نه غواړي خو دترهګرۍ په ضد جګړه کې دې دپاکستان دقربانیو اعتراف وکړي.

خو راپورونه وایي اوس چې کله کانګریس ددغو پیسو پاکستان ته د ورکولو منظوري ورکړې نو هم یې ددفاع محکمې ته سپارښتنه کړې چې په پاکستان به کلک نظر ساتي چې دغه پیسې دترهګرو ډلو په پالنه مصرف نه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG