لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امريکا او روس د تړون څخه به شام کې د ډېرو خلکو ژوند بچ شي، ټرمپ


صدر ټرمپ ويلي صدر پيوټن سره یې دوه درې ځله لږې خبرې شوي دي.

د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ د شنبې په ماښام هنوئي کې ويلي د اسيا پېسفک سر مشريزې غونډې په مهال يې د روس صدر پيوټن سره شوي تړون څخه به په شام کې د ډېرو خلکو ژوند بچ شي.

د وېت نام پلازمينې هنوئي سره نزدې د سېلګرۍ ځای ډانانګ کې د اسيا پېسفک اقتصادي همکارۍ (ای پي اي سي) غونډې په پای کې ائيرفورس ون الوتکه کې د سفر په مهال نوموړي خبريالانو ته وويل، چې زر به دغه تړون ته وشي.

هغه وويل د دغه تړون سره به د ډېرو خلکو زندګۍ وژغورل شي.

له دې وړاندې کرېملن ويلي ؤ صدر ټرمپ او صدر پيوټين د ای پي اي سي سرمشريزي غونډې په مهال يو سياسي تړون باندې موافقه شوي چې شام ورته اړتيا لري او دواړه هېوادونه به د داعش په ضد جګړه کې خپلې هڅې دوامداره ساتي.

صدر ټرمپ ويلي چې غونډه کې يې څو ځله هغه سره خبرې شوي، مونږ محسوسه کړه چې د يو بل په اړه مو فکر مثبت دی، که څه هم مونږ يو بل ډېر نه پېژندو خو زمونږ ترمنځ ښې اړيکې وې.

هغه وويل صدر پيوټن سره یې دوه درې ځله لږې خبرې شوي دي.

د نوموړي صدر په وېنا پيوټن خپله هغه ادعا بيا تکرار کړې چې روس د امريکا په تېرو انتخاباتو کې هيڅ ډول لاسوهنه نه ده کړې.

هغه ويلي د روس سره ښې اړېکې ډېر ارزښت لري.

صدر ټرمپ ويلي دا حقيقت دی چې دا ډېره ګټه لري ځکه چې دا به د شمالي کوريا په اړوند مرستندويه وګرځي. د شمالي کوريا سره د امريکا غټه ستونزه او چين يې په دغه لړ کې مرسته کوي.

هغه زياته کړې که روس يې هم په دغه لړ کې ملاتړ کوي نو دغه ستونزه به ډېره په تندۍ پای ته ورسي.

هغه د چين صدر شي ژين پينګ ته ښه انسان ويلي دي چې هغه ډېری ماملات جوړول غواړي خو دوي غواړي چې شي ژين په شمالي کوريا نور فشار واچوي.

XS
SM
MD
LG